د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان او چین ترمنځ نښلوونکي واخان دهلېز پر ارزښت او د دې لارې جوړولو لپاره د اسلامي امارت د هڅو په اړه راپور خپور کړی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته چې د دې هېواد اقتصادي ثبات کمزوری او سیاسي اړیکې محدودې شوې، چارواکي هڅه کوي د واخان کورېډور پر نړیوال اقتصادي مرکز او دهلېز بدل کړي.
په راپور کې راغلي، له چین سره د واخان دهلېز نښلول به پاکستان ته اړتیا کمه او د منځنۍ اسیا او چین ترمنځ واټن به د پام وړ راکم کړي.
راپور کاږي، له چین سره د واخان نښلول به د نورو سوداګریو ترڅنګ د قېمتي او نايابه کانونو لکه لېتیمو، سرو زرو او کوبالت سوداګري پراخه کړي.
د راپور یوه برخه:« له څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، افغانستان په اقتصادي لحاظ کمزوری او په سیاسي لحاظ محدود پاتې شوی. خو اوسمهال د طالبانو حکومت یو پلان لري چې د دې هېواد یوه لرې پرته لار پر نړیوال اقتصادي مرکز بدله کړي.»
د واشنګټن پوست په راپور کې راغلي، د سټلايټ په مرسته اخیستل شوي انځورونه ښيي چې په واخان کې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د بیارغونې فعالیتونه درېدلي او د واخان لارې لږه برخه سړک پوخ شوی دی.
راپور کې وړاندې ویل شوې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې د واخان پر موضوع خبرې کړې دي.
په ورته مهال، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وايي، د واخان لویې لارې معیاري جوړولو چارې دوام لري او هلته تر۵۰ کیلومټرو پورې سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ویاند نورالهادي عادل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بزهای ګنبد سیمې د چین تر پولې پورې د ۵۰ کیلومټره سړک خامه چارې بشپړې شوې. درې میاشتې وړاندې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزات سرپرست ملامحمد یونس اخوندزاده له یاد سړک لیدنه وکړه او د سرپرست وزیر په شتون کې د سړک ساختماني چارې پیل شوې. تر اوسه د دې سړک ۶۰ سلنه ساختماني کارونه مخ ته تللي، خو د هوا سړېدو او واورو ورېدو له امله پاتې کارونه ولاړ دي او د هوا په تودېدو سره به بېرته پيل شي.»
د بدخشان سیمه يیزو مسوولین بيا وايي، د واخان په ګډون په ټول ولايت کې امنیتي ستونزې نه لري او د واخان لارې رغنیزې چارې د هوا سړېدو له امله درېدلې چې ژر به بېرته پيل شي.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي: « همدارنګه هغه مواصلاتي لاره چې واخان ولسوالۍ له چین سره نښلوي او واخان دهلېز ورته ویل کېږي، تېر کال یې کارونه پيل شول خو د شدیدې سړې هوا له امله یې کارونه ځنډېدلې، خو د تاوده فصل په راتګ سره به یې کارونه بېرته پيل شي.»
بله خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان د واخان لار د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره مهمه بولي او وايي، د یادې لارې پر رغولو سره به افغانستان نړیوال بازار ته لنډه لار پیدا او سیمه يیز اتصال به نور هم اسانه شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « دغه لاره د ورېښمو لارې یوه برخه ده او که چېرې له دې دهلېز ګټه واخیستل شي، کولی شي افغانستان د چین له بازارونو سره ونښلوي او له بلې خوا د دې سبب شي چې د چین، پاکستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ د ټرانیزیټي مسیر په توګه وکارول شي. دا کار به هر کال افغانستان ته د ټرانزیټ حق له پلوه میلیونونه ډالر عاید ولري، همدارنګه خلکو ته به د کار زمینه برابره کړي او افغانستان به له انزوا څخه وباسي.»
د واشنګټن پوسټ په راپور کې دا هم راغلي چې چین له افغانستان سره د تعاملاتو د زیاتولو پر لېوالتیا سربېره، بیا هم په دې هېواد کې د بنسټیزو پروژ رغولو ته زړه نه ښه کوي او عملي هڅې یې نه دي کړې.
د واخان اوږده او نا همواره لار د شاوخوا ۳۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي د هندوکش او پامیر غرونو ترمنځ پرته ده او له چین، پاکستان او تاجکستان سره ګډه پوله لري.
دغه لار د افغانستان په جغرافیه کې د سیمه ییز اتصال له پلوه مهمه او ستراتېژیکه نقطه ګڼل کېږي.