• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/04

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره نوې لار غوره کړې ده.

خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي، د پاکستان استخباراتي اداره غواړي د افغانستان مخکېني حکومت د ځينو چارواکو په وسيله په افغانستان کې ګډوډي او بې ثباتي رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې:« داسې راپورونه ورکول شوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې غړیو په ترکیه کې د افغانستان د مخکېني حکومت له یو شمېر چارواکو سره لیدلي. که دا رښتيا وي، نو پاکستان غواړي له دغو پخوانيو چارواکو تبلغاتي ګټه واخلي، ترڅو په افغانستان کې تاوتریخوالی او بې ثباتي زیاته کړي. خو دغه افغان مشران باید د آی.اېس.آی د لوبو وسیله نه شي.»

د سیاسي چارو  کارپوهان بیا وايي، پاکستان تل د افغانستان له کورنیو او نړیوالو ستونزو ګټه پورته کړې او اوس غواړي افغانستان یوځل بیا د بې ثباتۍ کندې ته واچوي.

دوی زیاتوي، د دغو تازه دسیسو مخنیوی د ولس پر ملاتړ او د هغو سیاسي ګوندونو او څېرو په راخپلولو سره کېدای شي چې اوس له هېواده د باندې اوسېږي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان همیشه د افغانستان له کورنیو او نړیوالو ستونزو د ځان پر ګټه استفاده کړې. پاکستان د خپل دوه رنګه او منافقانه سیاست له مخې یو بې نظمه او کمزوری افغانستان غواړي. له همدې امله، موږ افغانانو ته په کار ده چې لومړی خپله کورنۍ دنده ترسره کړو، ځانونه پياوړي او کورنی مشروعیت ترلاسه کړو، ولس له ځان سره مل کړو او ټولې سیاسي څېرې، ګوندونه چې د افغانستان په بیارغونه، پرمختګ او سوکالۍ کې اغېز لري، راخپل کړو او پرېنږدو چې زموږ دوښمنان که دا پاکستان وي یا نور ګاونډیان، له هغوی زموږ په خلاف ګټه پورته کړي. که چېرې موږ دا کار نه کوو، له بده مرغه د تېرو څلورو لسیزو تاریخ به پر موږ تکرارېږي. هرکله چې په تېرو څلورو لسیزو کې په کابل کې حکومت جوړ شوی، پاکستان د هغو مخالفین پياوړي کړي او د ننګولو کوښښ یې کړی.»

ځینې نور بیا وايي، پاکستان د پخوا په څېر یوځل بیا په افغانستان کې د سولې او امنیت ضد سیاست غوره کړی، خو دا ځل سیمه ییز او نړیوال ملاتړ نه لري او یوازې په خپلو پخوانیو لاس پوڅو یې اتکا کړې چې هدف ته به یې ونه رسوي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « پاکستان یوځل بیا په افغانستان کې د سولې او امنیت ضد سیاست د تېر په څېر له ترهګرۍ پر ملاتړ، د خپلو پخوانیو جاسوسانو د بیا ګومارلو او په افغانستان کې د خپل یوه بل لاس پوڅي حاکمیت رامنځته کولو هڅه شروع کړې. پاکستان دا ځل نړیوال ملاتړ نه لري، سیمه ییز ملاتړ نه لري او زه باور لرم چې پاکستان به په دې لوبه کې ناکام شي او افغانستان به وکولی شي چې خپل ثبات، امنیت او د قومونو ترمنځ ورورګلوي وساتي. د دې کار لپاره په کار ده چې اوسنی نظام د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له افغانانو سره په جرګه او مشوره باندې د شرعي احکامو په چوکاټ کې داسې سیاست ته مخه کړي چې افغانانو یې په تېرو درېیو کالو کې غوښتنه کړې.»

له تېرو پنځو لسیزو راهیسې پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې د مداخلې له لارې په کابل کې د واکمنو نظامونو مخالفت کړی.

 د سیاسي چارو شنونکو په اند، اوس هم اسلام اباد په افغانستان کې له رامنځته شوي مرکزي نظام سره مخالف دی او نه غواړي افغانستان ځواکمن خپلواک مرکزي نظام ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی
افغانستان

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

مې 18, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی
افغانستان

د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

مې 18, 2025
د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025
ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ
افغانستان

ملا برادر روسیې ته؛ د اړیکو کچه رسمي پړاو ته داخل کړئ

مې 17, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

مې 18, 2025
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

مې 18, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist