د خیبر پښتونخواه د اعلی وزير علي امین ګنډاپور هغو خبرو د پاکستاني چارواکو توند غبرګون پارولی چې وايي، غواړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دوه اړخیزو خبرو اترو لپاره یو پلاوی کابل ته واستوي.
د پاکستان د ایالتونو، سرحدي سیمو، کشمیر او ګلګټ بلتستان د چارو وزیر امیر مقام له ډان ورځپانې سره په مرکه کې ویلي، ایالتي حکومتونه د دې صلاحیت نه لري چې په خپل سر له هېوادونو سره مذاکرات وکړي.
نوموړي زیاته کړې، که چېرې دا کار وشي او مرکزي حکومت په جریان کې نه وي، ترسره شوې خبرې به بې پایلې وي او ملاتړ به ترې ونه شي.
هغه زیاته کړې: « دا د ایالتي حکومت د صلاحیت ساحه نه ده، بلکې د دوو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او مذاکرات یوه مرکزي موضوع ده چې فېډرالي حکومت او بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري. که داسې وي نو؛ سبا به بلوچستان وايي چې موږ له ایران سره مذاکرات کوو او پنجاب به وايي، چې موږ په یواځې ځان له هند سره خبرې کوو. په داسې حالت کې به بیا د مرکزي حکومت واک او صلاحیت څه وي؟»
امیر مقام دغه راز ویلي، ایالتي حکومتونه په خپل سر د مذاکراتو پر ځای باید خپلې غوښتې د مرکزي حکومت له ادرسه له هېوادونو سره شریکې کړي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو ژوروالي ته په کتو او دا چې د پاکستان حکومتونه د خپل سټراتیژیک عمق له مخې د دې ستونزو د ایجادولو لوبغاړي دي؛ نو په کار ده چې دغه ستونزې په مخامخ ډول د دواړو خواوو ترمنځ بحث شي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناخوالې، بد مرغۍ او دوه مخی منافقانه سیاست د پاکستان د نظامیانو او دولت له خوا ترسره کېږي. ګنډاپور د یوه ایالتي مشر په توګه نه شي کولی دغه لویه ستونزه حل کړي، دویمه خبره دا ده چې دا کار د ده په صلاحیتونو کې نه دی او درېیم دا چې ګنډاپور د انصاف ګوند استازی دی او دغه ګوند د پاکستان په اوسني حکومت کې ډېر کمزوی دریځ لري او مشر یې بندي دی.»
ځینې نور بیا په دې باور دي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو مېشتو پښتنو ستونزې له يوه ادرسه دي او د دوی مشرانو ترمنځ لیده کاته کولی شي د ستونزو حل لپاره ياد ولسونه پر واحد نظر سره راټول کړي.
دوی وايي، دا مهال امنیتي مسایل، د افغان کډوالو موضوع او د سوداګرۍ ټکني کېدل د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې ستونزې بلل کېږي چې اړتیا ده پرې بحث وشي.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « دا چې د ډېورنډ نا منل شوې کرښې دواړو غاړو ته پښتانه اوسېږي او د دغو پښتنو ترمنځ د خبرو اترو لپاره کله نا کله اړتیا وي چې د دواړو خواوو د قومونو مشران واستول شي، یا دا چې ګنډاپور د خیبر د هغې جرګې غړیتوب درلود چې په تېر اکټوبر کې په ۱۲ تاریخ جوړه شوه.»
دا داسې مهال ده چې سرپرست حکومت تل په پاکستان کې روانې ستونزې د دې هېواد کورنۍ ستونزه ګڼلې، خو ترڅنګ یې د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو پر حل هم ټینګار کړی.