Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو سترې کمېشنرۍ پاکستان کې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

د کډوالو سترې کمېشنرۍ پاکستان کې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/03

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پوليسو پرله پسې زور زياتی د ملګرو ملتونو د نا خوښۍ لامل شوی او هلته روان وضعيت یې د اندېښنې وړ بللی.

په اسلام ‌اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) دفتر وايي، داسې اسناد او شواهد یې ترلاسه کړې چې ښيي پاکستان په دې هېواد کې د مېشتېدنې پي.او.آر او آی.سي.سي قانوني اسنادو لرونکو افغان مهاجرو د ايستلو پرېکړه هم کړې.

دغې ادارې له پاکستان غوښتي چې د خپلې يادې پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او هغه دلايل وړاندې کړي چې پر بنسټ يې د قانوني کډوالو د ايستلو پرېکړه شوې.

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ دفتر ویلي: « موږ د پاکستان حکومت له هغې پرېکړې خبرو یو چې وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړيوال سازمان له لوري د آی.سي.سي کارتونو لرونکي افغانان هم باید له اسلام ‌اباد او راولپنډۍ کډه وکړي او سم‌لاسي افغانستان ته لاړ شي.»

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هم د کړاوونو کيسې کوي او پر سرپرست حکومت سربېره له نړيوالو ملاتړو بنسټونو غواړي چې هغه ننګونې حل کړي چې په پاکستان کې يې د دوی ژوند سخت کړی.

په پاکستان کې افغان کډوال مجاهد شینواری وايي: « په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو نیول ډېر په تېزۍ سره روان دي او پولیس کوڅه په کوڅه افغان کډوالو پسې ګرځي. په نیول شویو کې ښځې، ماشومان او لویان ټول شامل دي او هغه څوک چې د آی.سي.سي کارټونه یا د یو.اېن.اېچ.سي.آر ټوکن ولري هم له تورخم افغانستان ته شړل کېږي. هغه کسان چې پي.او.آر شین کارټ له ځانه سره لري، ۲۴ ساعته وخت ورکول کېږي چې د اسلام آباد او پنډۍ له حدودو ووځي. دا له افغان مهاجرینو سره یو خلاف عمل دی.»

د پاکستان په يوه تازه اقدام کې د شنبې په شپه اسلام ‌اباد کې نیول شوي ۱۴۱ افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.

دېته په پام، د کډوالو د حقونو مدافعان وایي، د کډوالو نړيوال ملاتړي بنسټونه مسوول دي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « په دې برخه کې نړیوال سازمانونه لکه د کډوالو ستره کمېشنري مسوولیت لري چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د کډوالو له حقونو ساتنه وکړي. همدارنګه په مبدا هېواد کې د بېړنیو او بشردوستانه مرستو وړاندې کول او په خپله خوښه د ستنېدو لپاره د پروګرامونو جوړول ډېر مهم دي.»     

بله خوا، په اسلام ‌اباد کې د اسلامي امارت شارژدافیر هم مني چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نيول او ځورول دوام لري.

سردار احمد شکېب د ياد وضعيت دوام د اړيکو پر زيان بولي او د مخنيوي لپاره يې د پاکستان له حکومت سره د ګډ کار په اړه د هڅو ډاډ ورکوي.

شکېب زیاتوي: « دا ډول اعمال چې پولیس هرځای افغان تنګوي او ځوروي یې، له کاروبار یې لاسونه ورلنډ کړي دا کرکه او نفرتونه لا زیاتوي. زه فکر نه کوم دغه کار د پاکستان د نورو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي. موږ هڅه کوو په دې اړه د پاکستان له حکومت سره نږدې کار وکړو.»

له پاکستان سربېره په ايران کې هم افغانان له ورته وضعيت سره مخ دي.

د دې هېواد کورنيو چارو وزير سکندر مومني ويلي، روان لمریز کال کې یې ۱.۱ ميليون افغانان له خپل هېواد ايستلي، خو په خبره یې د يادو ايستل شویو کسانو له ډلې۵۰ سلنه بېرته ايران ته ورغلي دي. مومني ناقانونه کډوالي له زغم وتلې ګڼي او وايي، د مخنيوي لپاره يې د پولو پر تړلو سربېره سخت قوانين هم په پام کې نيول شوي.

هغه په دې اړه ویلي:« موږ له ګاونډیانو سره ډېر مشترکات او اوږدې تاریخي اړیکې لرو. خو هېواد کې دومره کډوال نه شو ساتلی او تر اوسه پورې مو د نړیوالو موسسو پر همکارۍ دغه لړۍ صفر ته نږدې کړې او په دې حالت کې د ایرانيانو ډېر کاري فرصتونه له لاس وځي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر له دې مخکې هم خبریالانو ته ویلي و چې هېواد یې نور د افغان وګړو د منلو توان نه ‌لري او د ناقانونه کډوالو ایستل به يې په لومړیتوبونو کې وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist