پر بهرنیو مرستو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بندیز له لګولو وروسته، تازه د ناروې د ولسي مرستو سازمان ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ورته امر کړی چې په افغانستان کې ټول هغه فعالیتونه ودروي چې د امریکا په مالي مرستو ترسره کېدل.
دې سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، له دې سره به د افغانستان په ګډون ۱۲هېوادونو کې د ماین پاکۍ او ناوچاوده توکو د شنډولو ټول فعالیتونه ودرول شي.
اعلامیه کې افغانستان، انګولا، کمبوډیا، عراق، کوزوو، لاووس، پالاو، پېرو، تاجکستان، اوکراین، ویټنام او یمن هغه هېوادونه یاد شوي چې د ماین پاکولو چارې به په کې وځنډول شي.
د اعلامیې یوه برخه: « د ناروې د خلکو مرستو سازمان ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت امر کړی چې د ټرمپ اجرائیوي فرمان له مخې، پر ټولو بهرنیو مرستو بندیز لګېدلی، نو باید ژر تر ژره د امریکا تر مالي ملاتړ لاندې خپل ټول فعالیتونه او عملیات تر راتلونکو ۸۵ ورځو پورې ودروي.»
د دې سازمان هڅې د نړیوالې بېوزلۍ کمولو، د امنیت ښه کولو او اقتصادي پرمختګ په برخو کې اغېزناکې بلل شوې او ویل شوي چې یوازې په ۲۰۲۳زېږدیز کال کې د نړۍ پر کچه شاوخوا ۷ زره تنو خپل ژوند د ناوچاوده توکو او ماینونو له کبله بایللی او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
دې سازمان هیله ښودلې چې دواړه ښکېلې خواوې په یادو هېوادونو کې د ماین پاکۍ د چارو د دوام په موخه د خبرو اترو له لارې یوې حللارې ته ورسېږي.
بل پلو، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره(اوچا) وايي، افغانستان لا هم په لوړه کچه په ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او د دې ګواښ له منځه وړلو لپاره يې په روان کال کې د ۲۱.۹ میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره وايي: « افغانستان لاهم پر لوړه کچه پر ناچاوده توکو ککړ دی. په ۲۰۲۵زېږدیز کال کې له ماین سره د مبارزې او د عامه پوهاوي په برخو کې زموږ شریکان ۲۱.۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.»
بل پلو، د ماین پاکولو موسسې هم په هېواد کې د ماین او نورو ناچاوده توکو ګواښ له منځه وړلو لپاره بهرنۍ مرستې اړینې بولي.
د اومر ماین پاکۍ موسسې مسوولین وایي، د دغو مرستو ځنډېدل به په هېواد کې د یادو وژونکو توکو ګواښ په لوړه کچه کې وساتي.
د اومر موسسې د پروګرامونو مدير فضل الرحیم رحیمي وايي: « که د ماین پاکولو لپاره دغه مرستې بېرته پیل نه شي، د پېښو کچه به ډېره ورسره لوړه او ستر ناورین به رامنځته کړي. موږ له ملګرو ملتونو او امریکا هیله کوو چې د ماین پاکولو پروګرامونه له سیاست سره ونه تړي؛ که چېرې ماین پاکي له سیاسي مسایلو سره تړل کېږي، قربانیان به یې ملکي وګړي وي.»
د ماین پاکۍ له چارو سره د مرستو دغه بندیز داسې مهال دی چې د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال د ډسمبر په وروستیو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) افغانستان لاهم د ماینونو او ناچاوده توکو له درکه د اغېزمنو هېوادونو په کتار کې ولاړ بللی و.
د کره شمېرو له مخې، دامهال څه باندې درې میلیونه افغانان د ماینونو او ناچاوده توکو د ګواښونو په یو کيلومټرۍ کې دي او د افغانستان ۳۰ سلنه خاوره لاهم د ناچاوده توکو او ماینونو له خطره نه ده پاکه شوې.