د ناروې کډوالو شورا مشر له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانانو پر وړاندې د بې تفاوتۍ له امله پر نړيوالو نيوکه کړې او ویلي يې دي، نړۍ د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهيسې عامو افغانانو ته هم شا کړې.
يان ایګلنډ زياته کړې، افغانې ښځې په اروپايي هېوادونو کې د غونډو جوړولو ته اړتيا نه لري، بلکې په خبره يې دوی د خپلو حقونو اعادې لپاره د نړيوالو دخالت ته اړمنې دي.
د ناروې کډوالو شورا رئيس زیاته کړې: « افغانې ښځې په پاریس، کوپنهاګن او یا هم په اوسلو کې بل سیمینار ته اړتیا نه لري. دوی زموږ ښکېلتیا او په افغانستان کې د دوی د حقونو لپاره زموږ ګډې مبارزې ته اړتیا لري.»
نوموړی همدا راز د اروپایي ټولنې له غړیو هېوادونو غواړي چې استازي یې په کابل کې پاتې شي او د ښځو حقونو د تامين لپاره د مبارزې په موخه دې له سرپرست حکومت سره بحثونه وکړي.
د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې هم نیوکه کوي چې د نړيوالو له لوري لفظي ملاتړ او د اعلامیو له لارې غندنه اغېزناکه نه ده.
د ښځو حقونو مدافع مذلفه کاکړ وايي: « له ۲۰۲۱ کال راهیسې بشري موضوعات په افغانستان له جدي محدودیتونو سره مخامخ دي او نړیوالې ټولنې یوازې تر اعلامیو خپرولو، غندونو او سیاسي فشارونو پورې بسنه کړې؛ موږ د دوی عملي ګامونه نه دي لیدلي. لاهم افغانستان کې د نجونو پرمخ د تعلیم دروازې بندې دي، لاهم د کار کولو زمینه نه ده ورته برابره شوې، لاهم په ټولنه کې د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي. د افغانستان ښځې په اوسني وضعیت کې لفظي ملاتړ ته نه بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا لري.»
بله خوا، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي، ترڅو نړیوالو ته دا زمینه برابره نه شي چې پرې نیوکې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: «موږ باید نړیوالو ته دا زمینه برابره نه کړو چې زموږ د هېواد عزت، حیثیت او شرف باندې نیوکې وکړي، تورونه ولګوي او د افغانستان د ښځو حقونو دفاع بهرني هېوادونه وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « موږ افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ورکولو او د ښوونځیو دروازې خلاصولو په اړه مبارزه مخته وړو. ښه خبره دا ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو په حضور کې داسې ناستې او کنفرانسونه دایر کړي چې په کې طالبان دې ته مجبور شي چې د نجونو پر وړاندې د مکاتبو او کار دروازې خلاص کړي.»
له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې چې اسلامي امارت بیا ځل واک ته ورسېد، لومړی یې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، بیا د پوهنتونونو او د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د طبي نیمه لوړو زده کړو دروازې وتړلې.
سرپرست حکومت دا پرېکړې لنډمهاله بولي، خو د څه کم څلورو کالو په تېرېدو سره هم دغو ستونزو ته د حل لارې نه دي موندل شوې.