Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پي.ټي.اېم: علي وزیر د محکمې له خوا تر خوشې کېدو وروسته بيا نيول شوی

پي.ټي.اېم: علي وزیر د محکمې له خوا تر خوشې کېدو وروسته بيا نيول شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/01

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر د پنج‌شنبې پر ورځ محکمه کې پر نوموړي د لګېدلو تورنو په اړه له سپيناوي او برائت اخيستلو وروسته، د پاکستان امنیتي کسانو بيا ځل نيولی او د یوې بلې میاشتې لپاره یې زندان ته لېږدولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د بلوچستان د بلوڅ حب ضلعې انتظامي مشرې روحانې ګل کاکړ وړمه د عامه نظم د ګډوډۍ په تور د نوموړي د بیا نیول کېدو امر کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ارشاد قرار وايي: «علي خان وزیر چې پرون په کراچۍ کې له یوې دروغجنې مقدمې عدالت برائت ورکړ، له هغو وروسته د یوې میاشتې بند تېرولو لپاره بیا ځل نیول شوی دی.»

د قرار په خبره، د حاجي عبدالصمد او ملک نصير کوکي ‌خېل په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نور مخکښ غړي هم د پوځ له لوري په ناقانونه ډول نیول شوي او پرې د لګول شویو تورونو هېڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې شوی.

ارشاد قرار په دې اړه وايي: « زموږ ډېر قدرمن مشر نصیر کوکي خېل په مختلفو زندانونو کې له بند تېرولو وروسته اوس په ټانګ زندان کې بندي دی. حاجي عبدالصمدخان په بنو کې ونیول شو او بیا پېښور او بېرته بنو او اوس چترال ته یوړل شو او همداسې په مختلفو زندانونو ګرځول کېږي. پولیس بې اختیاره دي او هر څه د پوځ په لاس کې دي. عدالت هم د پوځ په خوله کار کوي او په دروغجنو قضیو کې زموږ مشران زندانونو ته اچوي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، د پاکستان پوځ د دې لپاره د پښتون ژغورنې پر غورځنګ فشار راوړي چې د هغوی په ګټه کار کولو ته یې مجبور کړي.

د دوی په خبره، د دې غورځنګ غړیو ته په کار ده چې د پاکستان امنیتي ادارو فشارونو ته تسلیم نه شي او خپلې ولسي برحقې مبارزې ته ادامه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په پاکستان کې هر حرکت، هر تنظیم، ګوند او ډله د آی.اېس.آی تر اغېز لاندې یا د هغوی په موافقه فعالیت کوي، خو په پي.ټي.اېم کې داسې کسان شته او په ځانګړې توګه د هغوی په رهبرۍ کې داسې مشران دي چې واقعا ً د پښتنو لپاره حقوق غواړي او مبارزه یې برحقه ده. له همدې امله د پاکستان پوځ دغه کسان د آی.اېس.آی په مشوره زندان ته اچوي، ترڅو تسلیم شي او د دوی لپاره کار وکړي او که څوک دا خبره ونه مني، د زندان موده یې په مختلفو پلمو سره اوږدوي. علي وزیر د دې ښه بېلګه ده او نورو مشرانو هم فشارونه دي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير له شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې په بېلا بېلو قضيو کې د ښکېلتیا په تور لومړی په اسلام اباد او بيا د پنجاب ايالت په بېلا بېلو زندانونو کې بندي شوی او له دوه نيمو مياشتو راهيسې بيا په بلوچستان ايالت کې بندي دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist