Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي

اوچا: افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/01

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټيټېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

اوچا د افغانستان بشردوستانه اړتیاوو او غبرګون تر سرلیک لاندې په راپور کې، که څه هم په کره توګه دا نه دي ويلي چې په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه څومره ټیټه شوې، خو وايي دغه اداره او شريکان يې د يادې ستونزې هوارولو لپاره روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې څه باندې ۲۵۰ ميليونو ډالرو بسپنې ته اړتيا لري.

د اوچا راپور کې په افغانستان کې د اوبو اړوند سرچینو د کمښت لاملونه اقلیمې بدلون، طبیعي پېښې، تر ځمکې لاندې اوبو د کلني استخراج زياتېدل او په هېواد کې د اوبو د سرچینو د سم مدیریت نه شتوالی یاد کړي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي او۲۳ سلنه کورنۍ ناپاکې اوبه کاروي. په ۲۰۲۵ کال کې زموږ همکاران پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره ۲۶۵ میلیونو ډالرو مرستې ته اړتیا لري، خو تر اوسه مو یوازې ۸.۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.»

بله خوا، د کابل اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو کموالي له امله اندېښمن دي.

دوی وايي، د ښار په ډېرو سيمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د څښاک لپاره د اوبو رانيولو بيه هم لوړه شوې ده.

دغه راز دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ډېر کړي.

محمد سالم د کابل اوسېدونکی وايي: « دلته خوږې اوبه نه شته او د دې سیمې اوبه تروې دي. ډېرو لږو ژورو څاه ګانون کې خوږې اوبه راوځي. له حکومت غوښتنه کوو چې لږترلږه په دې سیمه کې څاه ګانې ووهي.»

محمد شفیع د کابل اوسېدونکی وايي: « زموږ کورونه لرې دي او دلته اوبو پسې راځو. کله چې ورښت وشي، دا سیمه خټې ده او لاس ګاډي کې اوبه په ډېر تکلیف تر کوره رسوو. له دولت په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کوو او غواړو چې موږ ته اوبه برابرې کړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: «وګوره! څومره کسان اوبو ته راغلي دي؛ اوس خو ښه ده چې ځمکه یخ وهلې، د بارانو پرمهال راشه تر ګونډو پورې خټې وي. له امارت غوښتنه کوو چې په دې سیمه کې یوه یا دوې څاه ګانې ووهي او د خلکو ستونزه حل کړي.»

په ورته مهال، د اقتصادې چارو شنونکي وايي، مرستندويه موسسو که څه هم پاکو اوبو ته د لاسرسي او روغتيا په برخو کې له افغانانو سره مرستې کړې، خو په خبره يې د يادو مرستو لپاره د ځانګړې شوې بودېجې ډېره برخه د موسسو پر عادي لګښتونو لګېږي.

د اقتصادې چارو شنونکی عبدالنصیر ریشتیا وايي: « زه فکر کوم د افغانستان د خلکو اقتصادي ستونزې له هغه څه ډېرې زیاتې دي چې دوی یې مرسته کوي. نړیوالې مرستې خورا لږې دي او ۴۰ سلنه یې خپله د موسسو له خوا په اداري لګښتونو لګول کېږي او لږ څه خلکو ته پاتې کېږي. زه فکر کوم که دا مرستې د انکشافي مرستو په چوکاټ کې د افغانستان حکومت ته ورکړل شي، مؤثریت او اقتصادي ګټه به یې ډېره وي. په دې سره حکومت کولی شي خپل اقتصادي او پراختیايي پروګرامونه پلي او اقتصادي پروژې په لاره واچوي.»

اوچا داسې مهال د اوبو سرچينو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له شمشاد سره په مرکه کې د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د اوبو لېږدولو پروژې د تخنیکي چارو بشپړېدو خبر ورکړ او دا ډاډ يې څرګند کړ چې سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري تر منظورۍ وروسته به د يادې پروژې عملي چارې پيل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist