Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې خونړۍ پېښه؛ نامالومه وسله والو د یوې کورنۍ ۱۳ کسان وژلي

خوست کې خونړۍ پېښه؛ نامالومه وسله والو د یوې کورنۍ ۱۳ کسان وژلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/30

د خوست ولایت علیشرو تریزیو ولسوالۍ اړوند بوخانې کلي کې نا مالومو وسله والو د یوې کورنۍ ۱۳ غړي پر ډزو وژلي دي.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې د یوې داسې مېندواره ښځې په ګډون چې درې ماشومان یې په نس و، دوه لویان، شپږ ښځې او پنځه ماشومان شامل دي.

 د دې کورنۍ یو تن غړی وایي، له چا سره یې شخصي ستونزه نه لرله او لاهم نه پوهېږي چې ولې او د چا له خوا ورسره یاده پېښه شوې.

د قرباني شوې کورنۍ د تره زوی ټیکه خان وايي: « دا پېښه د شپې اته نیمې بجې شوې. له پېښې وروسته د ولسوالۍ کسان راغلل، مړي او ټپیان یې را پورته کړل او بیا یې ملکي روغتون ته یوړل. په روغتون کې تر څېړنو وروسته یې موږ ته خپل مړي وسپارل . موږ له هېچا سره دوښمني نه لرو او نه هم د پېښې په اړه په چا شک لرو.»

د سیمې اوسېدونکي د دې پېښې له امله سخت خواشیني دي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د دا ډول وحشیانه جنایتونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

دوی ټینګار کوي چې د یادې پېښې عاملین دې ژر تر ژره وپېژندل شي او سخته سزا دې ورکړل شي، ترڅو په راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه شي.

د سیمې اوسېدونکی عظیم وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي، ځکه چې په ذهنونو سخت اغېز کوي، دا د راتلونکي نسل لپاره ډېرې غټې پېښې دي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی صدیق الله سیار وايي: « له حکومت او امنیتي ځواکونو غوښتنه کوو چې د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي، په عام محضر کې یې اعدام کړي، ترڅو راتلونکي کې څوک د دې ډول پېښو جرئت ونه کړي.»

ورته مهال، ځایي چارواکي وايي، د پېښې د نوعیت په اړه لا هم کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو په خبره یې په تړاو یې پنځه شکمن کسان نیول شوي او د نورو ښکېلو اړخونو په اړه هم څېړنې روانې دي.

دوی زیاتوي، نیول شوي کسان به د نورو څیړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د خوست امنیې قوماندانۍ د امنیت آمرعبدالحلیم حیدر وايي: « موږ تر سهاره پورې د پېښې په ځای کې تېره کړه او شکمن کسان مو ونیول. موږ د پېښې له ځایه ۵ تنه نیولي او لاهم څېړنې روانې دي. په دې تړاو به ټول مشکوک کسان نیول کېږي.»

که څه هم په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د امنیتي پېښو کچه د پام وړ کمه شوې او له امله یې د مرګ‌ ژوبلې شمېر هم ټیټ شوی، خو لا هم د شخصي دوښمنیو، کورنیو شخړو او نورو ناڅرګندو دلایلو له امله وخت ناوخت دا ډول خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.

معلومات ښيي چې د دغه شان پېښو علتونه تر ډېره د کورنیو ترمنځ شخړې، غچ‌ اخیستنې او د ملکیتونو په سر اختلافونه وي.

همدارنګه، د دې ډول پېښو اکثریت قربانیان ښځې او ماشومان وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist