Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بارکزی: کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره د موټرو هوايي پلونه جوړوو

بارکزی: کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې کمولو لپاره د موټرو هوايي پلونه جوړوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/30

پلازمېنه کابل ښار چې شاوخوا ۸ میلیونه وګړي په ‌کې ژوند کوي، د نورو ښارونو په پرتله په ‌کې ګڼه ګوڼه ډېر زیاته ده.

 د کابل ښاروالي د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزی وايي، د موټرونو د ګڼه ګوڼې کمولو په موخه په دې ښار کې د وسایطو د تګ راتګ لپاره درې ستر پلونه جوړوي.

د بارکزي په خبره، د موټرو دغه هوايي پلونه د کابل ښار په درېیو له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې پلان شوي چې راتلونکې میاشت به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

بارکزی څرګندوي:« د موټرو پلونو په اړه ویلی شم چې موږ د کابل ښار په درېیو ساحو کې د دغو پلونو جوړولو پلان لرو. یو پل د نجات منار په ساحه کې د انټرچېنج په بڼه جوړېږي، بل پل د برکي په څلور لارې کې او درېیم هم د کابل ولایت ته مخامخ د جوی شیر په طرف د پراختیايي سړک سره جوړېږی. د دغو پلونو د ډیزاین چارې بشپړې شوې او راتلونکې میاشت کې به یې عملي کارونه پیل شي.»

په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ چارواکي زیاتوي، روان کال د کابل ښاروالۍ له خوا د ۶.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت  ۱۶۵ بېلابېلې پروژې پلان شوې وې چې ډېری یې د بشپړېدو په حال کې دي.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ د ارزونې او نظارت رییس محمد قاسم افغان وايي: « کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۳ کال په انکشافي پلان کې ۱۶۵ پروژې شاملې وې چې په دې کې د سړکونو او کانالونو جوړولو پروژې، د تنظیف پروژې، د سرسبزۍ، د سړکونو د حفظ او مراقبت پروژې وې چې له ډلې یې اکثریت پروژې د تطبیق پړاو ته رسېدلې دي.»

د کابل ښاروالۍ  د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزی وايي: « کابل ښاروالۍ روان کال ۱۶۵ پروژې تر کار لاندې لرلې چې ۶.۴ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي او ټول د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي.»

د کابل ښاروالۍ چارواکو د خبریالانو د پوښتنو ځوابولو پرمهال وویل، راتلونکي کال کې د کابل ښار لپاره له ۲۵۸  ډېرې پروژې پلان شوې او د تطبیق لپاره یې ۸.۲ میلیارده افغانۍ بودېجه پېشنهاد کړې ده.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ د ارزونې او نظارت رییس محمد قاسم افغان وايي: « په دې پلان کې ټولټال ۲۵۸ پروژې په پام کې نیول شوې چې له ډلې یې ۷۸ د تېر کال د نیمه کاره سړکونو بشپړول او ۶۸ نویو سړکونو جوړول په کې شامل دي. دغه سړکونه به لومړی ډیزاین شي، بیا یې تدارکاتي پروسه پيل کېږي او د کابل په وروستۍ برخه کې یې ښايي عملي کارونه هم پیل شي. د دې ټول پلان لپاره شاوخوا ۸.۲ میلیارده افغانۍ بودېجه پېشنهاد شوې او له منظورۍ وروسته به یې جزئیات له رسنیو سره شریک شي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولینو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خپلو لاسته راونو شریکولو په پروګرام کې دغه راز وویل، په وروستیو پنځو میاشتو کې ۵۴ کیلومټره نوي سړکونه جوړ شوي او همدا راز د ۱.۶میلیارده افغانیو په ارزښت، د ښار اوسېدونکو ته د جایدادونو د استملاک حقوق ورکړل شوي دي.

د دوی په خبره، په یاده موده کې د کابل ښاروالۍ تنظیف ریاست ۳۷۲ زره مټریک ټنه کثافات له ښاره پاک کړي او د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین پرمهال یې ۱۰۰ زره نوي نیالګي کېنولي دي.

د کابل ښاروالۍ چارواکو دغه راز وویل، په دې موده کې ۱۳ زره ۲۰۰ کوڅه ډبي سپي له ښار راټول شوي، شاوخوا ۷ زره یې له منځه وړل شوي او شپږ زره نورو ته واکسین لګول شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist