د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په نوښت، یو شمېر قومي مشران، ديني عالمان او حکومتي چارواکي د کابل ملي یووالي، د اسلامي نظام ثبات او د ولسونو د یووالي انسجام په نوم غونډه کې راټول شوي دي.
غونډه کې ځينې چارواکي د ملي يووالي ترڅنګ په دې خبرې وکړې چې د سرپرست حکومت لپاره له واحد ملت پرته هېڅ راز قومي او ژبني مسايل مطرح نه دي.
دوی د يووالي د ټینګښت لپاره له هېواده بهر مېشتو سياستوالو هم غواړي چې بېره هېواد ته راستانه شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري وايي: « له دې وروسته به نظام په وحدت سره چلوو، که په نظام کې ستونزې لرو، هغه ته به د حل لارې پیدا کوو، یو پر بل به ترحم او شفقت کوو. موږ به ستاسو تر قدم لاندې لېمه ږدو، موږ به د شپې او ورځې ستاسو په خدمت کې یو.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمد علي جان احمد وايي:« موږ له چا سره تبعیض نه لرو، موږ له چا سره تعصب نه پالو. موږ له چا سره انتقام جويي نه کوو. عزیزانو! زموږه ۲۰ کلنه مبارزه په یوه شعار باندې بنا وه چې د اسلامي نظام اقامه ده. نن چې الله تعالی زموږ پر خاوره اسلامي نظام قایم کړ، تاسو ولیدل چې نه مو له چا سره د جګړې اراده کړې او نه هم جګړه.»
ځينې نور چارواکي د دې ترڅنګ چې یو شمېر افراد او کړۍ د افغانانو ترمنځ په نفاق اچولو تورنوي، ترڅنګ یې وايي، د دوی ډېری پلانونه يې شنډ کړي دي.
د کابل والي امین الله عبیدي وايي: « موږ د افغانستان په تاریخ کې داسې نظام نه لرو چې د افغانستان په ټوله جغرافیه واکمن وي او اسلامي نظام په هر ځای کې حاکم وي.»
قومي مشران او ديني عالمان هم له سرپرست حکومته د ملي يووالي او د خلکو ستونزو ته د حل لارو موندلو په اړه غوښتنې لري.
قومي مشر میرغلام جیلاني وايي: « موږ هغه وخت کولی شو خپلو آرمانونو ته ورسېږو چې متحدانه او متفقانه یو بل ته د اسلامي ورورولۍ لاسونه ورکړو، همدې وروولۍ ته ژمن اوسو او پرې عقیده ولرو.»
قومي مشر محمد ولي ناصري وايي: « که څه هم موږ مالومات لرو چې د وخت په تېرېدو سره به دا ټولې ستونزې حل کېږي، خو موږ ډېرې اوبه لرو او که مدیریت شي، کولی شي د هغو ژورو څاه ګانو د کېندلو مخه ونیسي چې هېواد ته مو ضرر لري.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي بيا اوسنی سرپرست حکومت د خلکو د ارادې پر بنسټ جوړ شوی بولي او ډاډ ورکوي چې د خلکو غوښتنو منلو ته به لومړيتوب ورکوي.
د دغه وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمد علي جان احمد په دې اړه وايي: « دا نظام زموږ او ستاسو ګډ کور دی، دا نظام یوازې د مجاهد په قربانیو نه دی راغلی، طالب نظام ځان ته نه منصوبوي، طالب نظام ځان ته نه محصوروي او خپل شخصي مال یې نه ګڼي، بلکې دا نظام زموږ د مجاهدینو او ولس ګډ کور دی؛ څومره قرباني چې موږ ورکړې، دوه چنده یې عام ولس او ملت ورکړې.»
د سرپرست حکومتي چارواکي داسې مهال د ولس غوښتنو د منلو ډاډ ورکوي چې ولس په تېرو درېیو کالو کې په وار وار له سرپرست حکومته د تعليم او تحصيل په شمول په ګڼو برخو کې غوښتنې کړې، خو لا نه دي منل شوې.