• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: نړۍ او د سیمې هېوادونه هڅه کوي له اسلامي امارت سره سیاسي تعاملات زیات کړي

متقي: نړۍ او د سیمې هېوادونه هڅه کوي له اسلامي امارت سره سیاسي تعاملات زیات کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/29

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ایران د جګ پوړي پلاوي د سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د دې وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره یې په دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند سيند اوبو او کډوالو په برخو کې پر همکاریو خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، له ایراني لوري سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د لا پراختیا په اړه هم خبرې کړې.

متقي په دې اړه وايي: « په دې اړه هم بحث وشو چې څنګه کولی شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو سطحه پورته کړو، د اسلامي امارت له خوا جمهوري اسلامي ایران ته سفیر واستول شي، هلته هم ومنل شي؛ په دې اړه خبرې وشوې او هغوی به دا موضوع له خپلو مشرانو سره شریکه کړي، هیله لرو چې پرمختګ هم وشي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، دا د ایران د لوړ پوړي چارواکي په توګه کابل ته د عراقچي لومړی سفر و.

متقي وايي، ایراني لوري ته یې په ډاګه ويلي چې اسلامي امارت د اوبو په مساله کې د هلمند او نیمروز او د ایران د سیستان او بلوچستان خلکو ترمنځ توپیري چلن نه کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست  زیاته کړې:« د سیستان او بلوچستان بېچاره خلک هم زموږ وروڼه دي. په صراحت مو وویل چې موږ د هلند او نیمروز او د سیستان او بلوچستان د خلکو ترمنځ توپير نه کوو. که په دې برخه کې ستونزې پیدا شوې دي، نو دلیل یې وچکالي ده.»

له ایراني چارواکو سره د خبرو بله موضوع په ایران کې د افغان کډوالو ستونزه وه. د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې، دامهال په دې هېواد کې  ۴.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

له وروستيو څو کلونو راهیسې د بشري حقونو ادارې ایراني چارواکي له افغان کډوالو سره په ناوړه چلن تورنوي.

 د پولیسو له لوري د ربړونو، په ګډه پوله د وژنو او د ایراني محاکمو له لوري د یو شمېر افغانانو پر خپلسرو اعدامونو سختې نیوکې کېږي.

د بهرنیو چارو سرپرست په ایران کې د افغانستان کډوالو ته په اشارې وایي، د ایران له جګ پوړي پلاوي سره یې د افغان کډوالو روان وضعیت په اړه هم مثبتې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: « د هغو مهاجرانو په اړه چې هلته ژوند کوي، ښکاره خبره ده چې ستونزې شته. که دا ستونزې په بانکي برخه کې وي، یا امنیتي او قضايي برخو کې، په دې اړه هم خبرې وشوې او خبرې هم ګټورې وې.»

د ایران له پلاوي سره له دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند اوبو او د کډوالو په برخو کې پر همکاریو سربېره، دواړو لورو د ټرانسپورټي او ټرانزيټي لګښتونو په کمولو او په افغانستان کې د ایران د پانګونې په ډېرېدو هم بحثونه شوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي، د دې وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د عراقچي پر مشرۍ له ايراني پلاوي سره په کتنه کې له چابهار بندره د پراخې ګټه اخیستنې په اړه خبرې کړي او ایران ته د افغانستان د صادراتو پر ډېرېدو هم ورسره غږېدلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې
افغانستان

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025
هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی
افغانستان

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

مې 18, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی
افغانستان

د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

مې 18, 2025
د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو
افغانستان

د تورخم ښارګوټي عمري پڼدغالي کې اداري کمپلیکس پرانیستل شو

مې 17, 2025
امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ
افغانستان

امیر خان مقتي ایران ته په رسمي سفر ولاړ

مې 17, 2025
د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي
افغانستان

د یو شمېرهېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعيت بحثونه کړي

مې 17, 2025

وروستي خبرونه

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025
هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

مې 18, 2025
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی

مې 18, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist