Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د امنیتي ګواښونو د وېرې له امله د افغانانو کډوالۍ پروسه سخته کړې

امریکا د امنیتي ګواښونو د وېرې له امله د افغانانو کډوالۍ پروسه سخته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/28

د راپورونو له مخې، امریکا ته له څه باندې درېیو کلونو راهیسې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان د اېس آی وي یا امریکا د ځانګړې ویزې، پناغوښتنې او بشري ویزو له لارې تللي او زرګونه نور په افغانستان کې دننه او په ګاونډيو هېوادونو کې دغلته د تللو لپاره منتظر دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له مخې امريکا ته د ټولو هغو افغانانو ورتګ وځنډاوه، چې د رسمي پروسې له مخې یې اسناد منل شوي وو.

د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس له سي.بي.اېس ټلوېزیون سره په تازه کې ویلي، د امریکا خوندیتوب لپاره د ټولو افغان کډوالو بیا ارزونه کوي.

د وینس په خبره، د کډوالو د ناسمې ارزونې له امله په امريکا کې د ترهګریزو بریدونو احتمالي ګواښونه لېدل شوې دي.

هغه په دې اړه ویلي:« زه له دې سره موافق نه یم، چي ټول کډوال دې سم ارزول شوِي وي. موږ پوهېږو او داسې شواهد هم شته، چې دغه کډوال دې په سم ډول نه وي ارزول شوي، چې ځینو وګړو یې د ترهګریز بریدونو د ترسره کولو پلان درلود او که د تاسې په یاد وي د ټاکنو پر مهال دا واضحه شوه، چې ټول بهرني وګړي په سم ډول نه دي ارزول شوي.»  

وینس د دې پوښتنې په ځواب کې چې شاوخوا ۳۰ زره افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی او امریکا ته د لېږد لپاره ورسره ژمنه شوې ویلي،  له بشپړې ارزونې پرته به د امریکا خوندیتوب په خطر کې ونه غورځوي.

نوموړي د مرکزي امریکا په سویلي ایالت اوکلاهما کې پر کمپایني غونډې د احتمالي برید په اړه د افغان کډوال نېونې ته په اشارې ویلي، یاد کډوال هم د بشپړې ارزونې له مخې امریکا ته راغلی و.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې:« د ولسمشر مرستیال په توګه زما لومړنۍ اندېښنه هم همدا ده. موږ پوهېږو، چې د ټولو کډوالو ارزونه په سمه توګه نه ده شوې او زرګونه بې ارزونې کډوال هم نه شو کولی په هېواد کې همداسې پرېږدو. البته دغه کسان داسې ارزول شوي لکه یو ترهګر، چې څو میاشتې وړاندې پر اوکلاهما د برید پلان درلود. نو هغه خو هم په بشپړه توګه ارزول شوی و.»

څه باندې ۴۰ زره افغانان د امریکا د ځانګړې ویزې، بشري کېسونو یا پي.ون او پي.ټو له لارې یې امریکا ته د رسمي کډوالۍ پروسه بشپړه شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجراییوي فرمان سره سم، چې امریکا ته یې د کډوالۍ پروسه وځنډوله او له نامالوم برخلیک سره مخ شول.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا له افغانستان له بهر کېدو وروسته له مختلفو لارو پر افغانانو او سرپرست حکومت فشار راوړي، څو د خپلو سیاسي اهداف پلي کولو ته لاره هواره کړي.

د دوی په خبره، هغه افغانان چې واشنګټن یې امریکا ته د بېولو ژمنه کړې وه، باید ژر تر ژره انتقال کړي. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« امریکا او نور هېوادونه د ویانا کنوانسیون نړیوالو اصولو پر اساس او هم د کورني اصولو پر بنسټ دا حق لري که چېرې څوک جرم کوي یا د هغوی کورني امنیت ته ستونزې جوړې کړې یا خطر ورته واقع کېږي یا عامه نظم یې خرابوي، نو هغه له خپل هېواد بېرته بهر کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« د امریکا تګ لپاره زمینه، لامل او ستدلال امریکا ورته جوړ کړی وو، اوس هغه افغانان چې هلته تللي دي، دا د امریکا حکومت مسوولیت دی چې د اسنادونو تر اخیستلو اسانتیاوې ورته برابرې کړي. نه باید په بېلابېلو پلمو باندې افغان مهاجرینو ته هلته ستونزې جوړې کړي، یا یې وځوروي  او یا یې هم بېرته افغانستان ته راولېږي.»

امریکا ته د زرګونه افغانانو د تګ پروسه وروسته له هغې وځنډېده چې د امریکا ۴۷ ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ سخت محدودیتونه وضع کړل او په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د ایستلو اقدام یې وکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist