• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د اندېښنو تر رفع کېدو افغانستان کې ښکېلتیا ته ادامه ورکوو

شفقت علي خان: د افغانستان نا امن کولو لپاره پاکستان کې د وسله والو د روزنې په تړاو ادعا حقیقت نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/26

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د امنیتي او تصفیوي کمیسیون د راپور په اړه غبرګون ښودلی.

دغه راپور د تېرې چهارشنبې په ورځ خپور شو او په کې ادعا شوې چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ ایجادولو لپاره خپله خاوره کې وسله وال ترهګر روزي او بیا یې افغانستان ته را استوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسلام اباد کې يوه خبري کنفرانس ته د خبرو پرمهال د اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې، پروپاګند او له واقعیته یې لري ګڼلې.

شفقت‌علي خان برعکس بیا ځل ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.‌ټي.‌پي) کسان چې په پاکستان کې پوځي اهداف پر نښه کوي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او له دې ځایه ملاتړ ترلاسه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: « موږ دغه ادعاوې ردوو. ورته څرګندونې ځمکنیو واقعیتونو سره هېڅ‌ راز اړخ نه لګوي. دا یوازې عجیب او د معمول خلاف پروپاګنډا ده. پاکستان په خپله د ترهګرۍ قرباني دی، زما ډېری همکاران دلته ترهګریز مسایل ترپوښښ لاندې راوستي. دوی پوهېږي چې څه روان دي، په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو په تړاو زموږ جدي اندېښنې لا پر خپل ځای دي. ټي‌ټي‌پي له هغه ځایه د خپل ملاتړ د سرچینې، لوجسټیک او نورو عملیاتي لارو چارو په موخه کار اخلي.»

شفقت علي خان دغه ‌راز د یوې پوښتنې په ځواب کې له افغانستانه د امریکا تر وتلو وروسته د دې هېواد د پوځي تجهیزاتو شتون د پاکستان او د سیمې هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ بللی.

هغه ویلي، د افغانستان حکومت باید هېوادونو ته دا ډاډ ورکړي چې دغه وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته نه لوېږي.

شفقت‌علي خان په دې اړه زیاته کړې: « ترکومه ځایه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځي تجهیزاتو د شتون اندېښنه ده، باید ووایم چې د افغانستان سرپرست حکومت په دې اړه مسوولیت لري چې په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي دغه وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي. دغه کار د سیمه‌ ییزو هېوادونو لپاره مهمه اندېښنه هم ده.»

هڅه مو وکړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په تړاو د سرپرست حکومت نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو له پرله پسې اړیکو سره یې مسوولانو خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي ترهګري او پاکستان سره نه بېلېدونکي توري بولي او وايي، پاکستان تل په افغانستان کې د ناامنۍ لټه کړې، له همدې کبله دغه هېواد نه شي کولی په داسې اظهاراتو او څرګندونو د ترهګرۍ نوم له ځانه لرې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « پاکستان د مرکزي واکمنۍ پر وړاندې د وسله والو مخالفینو د روزلو، هغوی د وسلو او پیسو د ورکولو او د هغوی د ملاتړ لوی مرکز و. دا سلسله اوس هم ادامه لري او د داعش ډله د لومړي ځل لپاره له منځني ختیځ څخه پاکستان ته راغلې او همدا اوس په پاکستان کې وجود لري.»     

همدارنګه، د پوځي چارو شنونکي د امریکا پاتې پوځي تجهیزات د افغانانو ملکیت ګڼي او له همدې کبله د دې مسلم حق لري چې د ځان د دفاع او امنیت ساتنې لپاره ترې ګټه واخلي.

دوی د ترهګرو لاس ته د پوځي تجهیزاتو لوېدلو په تړاو د پاکستان یا بل هېواد اندېښنې بېځایه ګڼي.

د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « پاکستان یو تروریستي هېواد دی او موجودیت یې نړۍ، سیمې او افغانستان ته خطر دی. بنا ًد پاکستان خبرې موږ ته اهمیت نه لري.»  

د وسله ‌والو لاس ته د پوځي تجهیزاتو لوېدلو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه داسې مهال ده چې سرپرست حکومت تل ډاډ ورکړی هېڅ راز وسله ‌والې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت او تحرکاتو اجازه نه ورکوي او نه پرېږدي چې افغان خاور د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

مې 8, 2025
پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې
افغانستان

پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

مې 8, 2025
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې
افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې

مې 8, 2025
ملګري ملتونه: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده
افغانستان

ملګري ملتونه: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

مې 8, 2025
صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی
افغانستان

صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی

مې 8, 2025
متقي له اسحاق ډار سره په دوه اړخیزو اړیکو او ټرانزیټي مسایلو خبرې کړې
افغانستان

متقي له اسحاق ډار سره په دوه اړخیزو اړیکو او ټرانزیټي مسایلو خبرې کړې

مې 8, 2025

وروستي خبرونه

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

مې 8, 2025
پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

مې 8, 2025
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې

مې 8, 2025
ملګري ملتونه: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

ملګري ملتونه: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

مې 8, 2025
صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی

صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی

مې 8, 2025
پر پاکستان د هند برید؛ شهباز شریف د ځوابي برید ګواښ کړی

پر پاکستان د هند برید؛ شهباز شریف د ځوابي برید ګواښ کړی

مې 8, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist