په غیرقانوني او د مرګ له خطرونو ډکو لارو بهرنیو هېوادونو ته تګ هر کال د سلګونه افغانانو ژوند اخلي.
په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته دغه بهیر لا چټک شوی او اوس هم ډېری کسان نورو هېوادونو ته د تګ په تکل کې دي.
همدا شاوخوا درې اوونۍ وړاندې له موريتانيا څخه د کډوالو ډګه بېړۍ چې اسپانيا ته پر لارو وه، په سمندر کې ورکه شوې ده.
په بهر کې ځینو سرچینو شمشاد ته تایید کړې چې په دې بېړۍ کې ۱۳ تنه افغانان هم سپاره وو او له ورکېدو راهیسې یې د ۲۰ ورځو په تېرېدو سره، لاهم د برخلیک په تړاو مالومات نه دي ترلاسه شوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وایي، له دې جریانه خبر دي او هڅه کوي چې له اړوند ادارو سره په همغږۍ د دې کسانو په اړه مالومات ترلاسه کړي.
د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « له موریتانیا هېواد چې کومه کښتۍ اسپانیا هېواد ته روانه شوې او تر اوسه یې په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي، موږ یې په اړه مالومات لرو. موږ خپلې څېړنې او تحقیقات پیل کړي، له ټولو اړوند ادارو سره مو دا خبره شریکه کړې او په ځانګړي ډول له بهرنیو چارو وزارت سره هم په اړیکه کې یو، ترڅو له ټولو اړوند مراجعو څخه مالومات ترلاسه شي او د دوی کورنیو ته اطمینان حاصل شي.»
له دې ټولو ګواښونو سربېره، په ځينو هېوادونو کې لاهم افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي.
رویټرز خبري آژانس ته د جرمني کورنیو چارو وزارت سرچینو تایید کړې چې په جرمونو کې ښکېل افغانان به جرمني کې له ټاکنو وړاندې چې ټاکل شوې د فبرورۍ پر ۲۳مه ترسره شي، له دې هېواده اخراج شي.
هغه خبر، چې د شنونکو پر باور په ټولو هېوادونو کې به د افغان کډوالو پر روان منفي اغېز ولري.
د کډوالو د حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي: « که چېرې دا لړۍ همداسې روانه وي، زما په اند یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي. ډېر هغه افغانان چې جرمني هېواد ته د تللو په انتظار کې دي، دا به له لویو لویو ننګونو سره مخامخ شي.»
د کډوالو د حقونو مدافع آصفه ستانکزۍ وايي: « دا ډول ګامونه د افغان کډوالو په تړاو د جرمني د خلکو په ذهن کې خورا منفي اغېزې پرځای پرېږدي او له بلې خوا، ممکن له افغان مهاجرو سره د نامناسب چلن او یا هم د سختګیرانه پالیسیو وضع کېدو سبب شي.»
بله خوا، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین بیا له هغو هېوادونو چې افغان کډوال په کې مېشت دي غواړي چې ياد کډوال دې په زور له خپلو هېوادونو نه باسي او وخت دې ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې مهاجرین باید په اجباري ډول را ونه باسي او له نړیوالو اصولو سره سم اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي. له دې سربېره، هغه افغانان چې غواړي په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او په عموم کې د افغانستان اسلامي امارت دوی ته هرکلی وايي او دوی ته په هېواد کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. یوه له دغو اسانتیاوو د راستنېدنې په پروسه کې اسانتیاوې دي چې کله افغانان هېواد ته راځي، استقبال ترې کېږي، مرستې ورکول کېږي او تر خپلو سیمو رسول کېږي.»
د جرمني له لوري دا پریکړه وروسته له هغې اعلانېږي چې د رسنیو د مالوماتو له مخې، د تېرې چهارشنبې پر ورځ د جرمني فرانکفورت ښار ته نږدې په یوه عمومي پارک کې یوه افغان کډوال د چړې په ګوزارونو دوه کسان چې یو یې دوه کلن ماشوم و، وژلي دي.