په تېرو درېیو ورځو کې نږدې د ټول هېواد پر کچه ورښتونو او په ځانګړې توګه واورې و ورېدې.
که څه هم یو شمېر خلک د واورې ورېدو ته خوښ دي، خو ډېرو نورو په تېره بيا په لرې پرتو سيمو کې مېشتو خلکو ته یې ستونزې هم زېږولې دي.
د ټولګټو چارو وزارت وایي، په ګڼو مرکزي او شمالي ولايتونو کې نښلوونکې لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله بندې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « همدارنګه د غور، غزني، بامیانو، دایکنډي، سرپل او فاریاب ولایتونو ځینې لارې او مسیرونه د واورې ورښت له امله د لنډ مهال لپاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوي دي. د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو پرسونل له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ په یادو ولایتونو کې پر واورو پاکولو بوخت دي، ترڅو د ورځې په جریان کې یو شمېر لارې له واورو پاکې او د ټرافیکو پرمخ پرانیزي. همدارنګه د هېواد یو شمېر مسیرونه چې د واورو له امله په لنډمهاله توګه تړل شوي وو، د ټولګټو وزارت د ساحوي پرسونل له خوا بېرته پرانیستل شوي دي.»
د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لارو خلاصولو او خلکو ته د اړينو مرستو په رسولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د کاپیسا اوسېدونکی منصور عمري وايي: « دا واورې د هغو بزګرانو لپاره ډېرې ښې دي چې کرنیزې ځمکې یې د اوبو نه لرلو له امله شاړې پاتې دي. د دې واورو منفي اغېز هم شته؛ ځکه لارې بندوي او خلک نه شي کولی له یوه ځایه بل ځای ته لاړ شي.»
د بغلان اوسېدونکی مجیب الرحمن وايي: « همدارنګه خلکو له دې واورو ځاني او مالي زیانونه ګاللي. له اسلامي امارت غوښتنه لرم، په دې اړه جدي پاملرنه وکړي او خپلې مرستې ژر تر ژره ورسوي.»
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې مسوولین وایي، د وروستيو واورو او سړې هوا له امله يو کس د بدخشتان په قاحان ولسوالۍ کې ژوند بایللی.
د دې ادارې وياند ملا جانان سایق وايي، په ټول هېواد کې له څه باندې۳۰زرو اړمنو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې شوې دي.
سايق زیاتوي: « له لومړۍ نېټې تر اوسه له ۳۳ زرو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو او نغدي مرستې وېشل شوې دي. همدارنګه د وېش لړۍ اوس هم روانه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې د دې هېواد په ځینو شمالي او ختیځو ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سختې سړې هوا له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.