Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی نړۍ او ګاونډیانو ته؛ په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه مه کوئ

ستانکزی نړۍ او ګاونډیانو ته؛ په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه مه کوئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/21

افغانستان او چین د نړۍ پر بام نښل شوي دوه داسې ګاونډیان چې اوږدې تاریخي اړیکې لري او له اوسني سرپرست حکومت سره اړیکو ته په کتو، د اوږدمهاله او نږدې اړیکو د تابیا نوم ورکړل شوی دی.

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت دننه د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو ۷۰ یمې کالیزې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې د دې وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی له چین سره اړیکې تاریخي، فرهنګي او د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې بولي او په وینا یې، دغه اړیکې په تېرو درېیو کلونو کې لانږدې شوې دي.

ستانکزی د همدې اړیکو په پام له چین غواړي چې په نړیوالو سټېجونو کې د افغانستان له دریځ او موقف ملاتړ وکړي.

ستانکزی زیاتوي: « همدارنګه د چین له حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان له موقفه او زموږ د اسلامي امارت له موقفه په ملي او بین المللي مجالسو او کنفرانسو کې موږ ته سیاسي ملاتړ راکړي. چین یو له هغو هېوادونو دی چې موږ ورسره د تاریخ په اوږدو کې هېڅ ډول سرحدي ستونزې نه لرو.»   

ستانکزی اوسنی سرتاسري امنیت په افغانستان کې د ټولو هېوادونو په تېره بیا د چین لپاره د پانګونې او اقتصادي راکړه ورکړې لپاره ښه فرصت بولي او له دې هېواده غواړي چې د مس عینک او د نفتو د استخراج په څېر د لویو او کوچینو پروژو کې خپله پانګونه لا زیاته کړي.

ستانکزي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت نه پرېږدي افغان خاوره د چین او نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او له ګاونډیو هېوادونو هم د بالمثل عمل د تمې ترڅنګ، د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې غږ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې اړه وايي: « دوی ته اطمینان ورکوو چې هېڅکله به زموږ له خاورې زموږ چینايي دوستانو او د دوی هېواد ته ګواښ واقع نه شي. هغه چینايي استازي او وګړي چې اوس افغانستان کې دي، هغوی ته به د امن فضا برابروو. موږ همدا تقاضا له نورو ملکونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیانو هم لرو چې اجازه ورنه کړي چې د دوی خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي. زموږ خارجي پالیسي دا ده چې د هېڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوو او له نورو ملکونو، په ځانګړ ې توګه ګاونډیانو هیله لرو چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.»   

بل پلو د چین سفیر وايي، هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی لري او نه یوازې دا چې نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي بلکې په دغه هېواد کې د شخصي ګټو لټه هم نه کوي.

 د ژاو شینګ په خبره، د دواړه هېوادونو ترمنځ اږدو اړیکو ته په پام، دواړه خواوې باید د یو بل ملي ګټو او اندېښنو ته درناوی او رسېدنه وکړي او متقابل سیاسي اعتماد ته لار هواره کړي.

افغانستان د چین سفیر وايي: « چین د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانانو خپلواکو انتخابونو او د دوی مذهبي باورونو، دودونو او رواجونو ته پوره درناوی لري.  چین هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه یوازې دا چې هېڅکله په دې هېواد کې د شخصي ګټو په لټه کې نه دی؛ بلکې نه غواړي په افغانستان کې د نفوذ د پراخېدو هڅه وکړي.»

همدارنګه کابل کې د چین سفیر زیاتوي، هېواد یې د ملګرو ملتونو په عمومي ناستو کې تل د افغانستان خوا نیولې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو سره بشري مرستې وغځوي او د افغانستان ګنګل شوې شتمني آزاده کړي.

ژاو شینګ په دې اړه وايي: « چین د ملګرو ملتونو او نورو څو اړخیزو نړیوالو ناستو کې په قاطعیت سره د افغانستان پر ګټه څرګندونې کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې هېواد ته خپلې بشري او پراختیايي مرستې وغځوي، له سرپرست حکومت سره تعامل ته را وړاندې شي، غیرعادلانه بندیزونه لري کړي او د افغانستان ګنګل شوې شتمني آزاده کړي.»

چین د افغانستان د شپږو ګاونډیو له ډلې، له افغانستان سره څه باندې ۹۲ کیلومتره ګډه پوله لري. د دواړه هېوادونو ترمنځ ډېپلوماټیکې اړیکې په ۱۹۵۵زېږدیز کال کې په رسمي ډول پیل شوې.

له چین سره د سرپرست حکومت د اړیکو نوی باب د نورو هېوادونو پرتله نږدې او په ښه حالت کې دي. دا مهال د دواړو هېوادونو سفیران د باورلیکونو تر منظورېدو وروسته په رسمي ډول ډېپلوماټیکې چارې مخ ته وړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist