Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ستانکزی: د ښځو تعلیم او تحصیل مخنیوی له شریعت سره سمون نه لري

ستانکزی: د ښځو تعلیم او تحصیل مخنیوی له شریعت سره سمون نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/20

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې په فراغت غونډه کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو پرمخ  د جماعت لپاره مساجدو، مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو ته په تګ بندیر له شریعت سره تضاد کې دی.

ستانکزي زیاته کړې:« زه باید په واضېحو الفاظو ووایم چې زموږ په هېواد کې بدبختانه د ښځو پرمخ ټول شیان بند دي. د ښځو پرمخ مدرسه بنده ده، د ښځو پرمخ مکتب بند دی، د ښځو پرمخ شفاخانه بنده ده، د ښځو پرمخ ډاکټر ته تګ او نور ټول مسایل بند دي، حتا مسجد ته هم نه شي تللی. د دې کار کوم اړخ له شریعت سره لګېږي، آیا موږ له خلفای راشدینو ډېر با تقوا یو؟»

د ستانکزي ټینګار دا دی چې د اوسني اسلامي نظام ساتنې لپاره مهمه ده چې د اسلامي او شرعي اصولو پر بنسټ له هرډول تبعیض پرته د ټولو نجونو او هلکانو په وړاندې د زده کړو لپاره د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

 د ستانکزي په خبره، هېڅکله په اسلام کې افراط او تفریط نه غواړي.

هغه زیاتوي:« د دې نظام د ساتلو لپاره ما پر مشرانو غږ وکړ چې باید د علم دروازې له تبعیض پرته د ټولو په مخ خلاصې وي؛ البته له شرعي اصولو او هغو اصولو سره سم چې خدای، رسول او زموږ ښه کلتور اجازه ورکوي. موږ په اسلام کې افراط او تفریط نه غواړو؛ نه هغسې افراط غواړو لکه غربیان یې چې موږ ته تلقین کوي او نه هم دا ډول چې زموږ ځینو کسانو چې له اسلام دومره تنګه کړۍ جوړه کړې چې له دوی پرته بل څوک نه په کې ځاییږي.»

د اسلامي امارت دغه لوړ پوړي چارواکي په ټولو برخو کې د ملت پر مشراکت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ولس حق لري غوښتنې یې ومنل شي، د نظام د څرنګوالي په تړاو او همدا راز د نورو اړوندو مسایلو په اړه یې نظرونه واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په دې اړه ویلي: « په هره موضوع کې باید له ملت پوښتنه وشي، د ملت رایه واخیستل شي. الله پاک په قرآن کې خپل رسول ته امر کوي چې شورا وکړه. په دې ۲۱ پېړۍ کې شورا ضرور ده؛ که شورا او مجلس نه وي، پر یوې موضوع هر اړخیزې خبرې ونه شي، هغه به حتمن نواقض لري. نو دا ملت باید په هر شي کې شریک وي. نن د دوی حق دی چې ترې پوښتنه وشي چې څه ډول نظام غواړي او څه ډول ترتیب باید ولري. زه په دې ډاډه یم چې د افغانستان ۹۹.۹ سلنه خلکه مسلمانان دي او له اسلام پرته بل نظام نه غواړي.»

د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معین دغه راز وايي، د هېواد د پرمختګ او د دوی د ژغورنې یوازینۍ لار د مدرسې او ښوونځي ترمنځ شته واټن له منځه وړل دي او د اړوندو چارو مسوولین باید په دې برخه کې جدي کار وکړي.

شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي: « زموږ د پرمختګ لاره دا ده چې مدارس او مکاتب سره یوځای شي. دا زما نظر دی او دا مې مشرانو ته هم ورکړی؛ له دې پرته بله د نجات لار نه لرو. د معارف وزیر صاحب د تحصیلات عالي وزیر صاحب باید دې موضوع ته توجه وکړي؛ ځکه چې نن ورځ ورته زمینه مساعده ده.»

د بهرنیو چارو وزارت دغه جګ پوړي چارواکي خپل مشران د ولس غوښتنو منلو ته رابللي او وايي، ټول افغان ولس له اسلامي امارت سره بیعت کړی او ملاتړ یې کوي، خو مشران هم باید د خپل ولس غوښتنې ومني. 

ستانکزي زیاته کړې، د ښځو د تعلیم او تحصیل مخنیوی له شریعت سره برابر کار نه دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist