د اسلامي امارت سرپرست حکومت د سترې محکمې د اداري مرستیال شیخ عبدالمنان (حقاني) پر مشرۍ قضايي پلاوي د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب آبادي سره په کتنه کې، اعدام یوه تعزیري سزا بللې او زیاته کړې یې ده چې په تعزیري سزا ګانو کې د اسلام دین قاضي ته یو لړ صلاحیتونه ورکړي دي.
نوموړي د ایران د محاکمو له مسوولینو غوښتي چې پر اعدام له محکومو افغان بندیانو سره د اسلامي اخوت له مخي نرمي وکړي او د حسن تعامل له مخې دې د اعدام پرځای بدیلې لارې ولټوي.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وايي: « دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضايي پلاوي د شنبې په ورځ تهران کې د ایران د بندخونو د تعلمي او روزنیزو چارو له رییس او نورو مسوولینو سره پر کتنو سربېره د ماشومان له بندخونې (قانون اصلاح و تربیت) هم لیدنه وکړه. دوی د بندخونو وضعیت له نږدې وکاته او له ایراني مسوولینو یې وغوښتل چې د افغان بندیانو او په ځانګړې توګه کم عمره بندیانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي. همدارنګه په بدني، تعلیمي او حرفه يي برخو کې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي افغان حکومت ته په ایران کې د بندي افغانانو اړوند دوسیو سپارل او د هغوی د وضعیت په اړه مالومات تر لاسه کول، د افغانستان د سرپرست حکومت مشروغ حق بولي او دا کار د افغان کډوالو د قانوني وضعیت ښه کولو او د دوی لپاره د خدماتو او مرستو د چمتو کولو لپاره یو نېک اقدام ګڼي.
د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « په ایران کې بندي افغانان که چېرې د سترې محکمې له خوا په سزا محکومېږي، دا کار باید په افغانستان کې وشي. دا ښکاره خبره ده چې د اسلامي اصولو، انساني حقونو او ګاونډیتوب د اصولو له پلوه د تایید وړ بولم چې د افغانستان اتباع د افغانستان قضايي ادارو ته وسپارل شي.»
ځینې نور بیا د ایراني لوري پر څرګندونو بې باوره دي او د افغان کډووالو د ژغورنې یوازینۍ لاره هېواد ته د دوی بېرته را ستنېدل بولي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې په کور دننه دوی ته د مېشتېدنې زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو کارپو توریالی ځاځی وايي: « ایران سږ کال په دې هېواد کې ۷۵ تنه افغان مهاجران اعدام کړي دي. دغه عمل د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی. که دوی ځان ته مسلمان وايي او انسانانو ته درناوی لري، نو د حق تله باید لاس کې ونیسي او عدالت پلی کړي. خو دوی تش په نوم مسلمان دي او په خبرو یې باور په کار نه دی.»
په دې لیدنه کې افغان پلاوي له ایراني چارواکوسره په دې اړه هم خبرې کړې چې د افغان بندیانو په او ځانګړي توګه په اعدام د محکومو بندیانو لېست د افغانستان له حکومت سره شریک کړي، دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د زده کړو، کار او نور هغه حقونه تأمین کړي چې شریعت ورکړي.
همدارنګه غوښتنه شوې چې له محکمې پرته باید افغان کډوال ونه نیول شي او له ځورولو یې ډډه وشي.