Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هند له افغانستان سره د بشري او پراختيايي همکاريو پر بنسټ تعامل کوي

هند له افغانستان سره د بشري او پراختيايي همکاريو پر بنسټ تعامل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/19

د هند بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د تعامل ترڅنګ د بشر دوستانه او پراختیايي همکاریو پر  دوامداره ساتلو ټینګار کړی.

هندي چارواکو په دوبۍ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي او هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وېکرم میسري ليدنې ته په اشارې ویلي، دا لیدنه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د تعامل رامنځته کولو په برخه کې د پام وړ ګام دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو دغه راز ويلي، هېواد به یې له افغانستان سره د خپلو تاریخي اړیکو پربنسټ تعاملات دوامداره وساتي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال وايي: « په کابل کې زموږ تخنیکي ماموریت له یوه کال راهیسې کار کوي. په دوبۍ کې د تعامل لپاره د بهرنیو چارو مرستیال او سرپرست وزیر ترمنځ لېدنه وشوه چې تر اوسه دا د لوړې کچې لېدنه ده. په ډاګه  مو اعلان کړی چې د بشري مرستو او د افغانستان خلکو سره د پرمختیايي همکاریو په برخه کې د نورو تعاملاتو غوښتونکي یو. موږ به په دواړو برخو کې خپلوهمکاریو ته دوام ورکړو؛ موږ د تاریخي اړیکو له مخې هم دغه همکاري دومداره ساتو.»

رندهير جېسوال د لوبو په برخه او بیا په ځانګړي ډول کرېکټ کې د هند له همکارۍ هم یادونه کړې او وايي، د دواړو هېوادونو په اړیکو ساتلو کې یې رول لوبولی دی.

جېسوال زیاتوي:« موږ د لوبو او په ځانګړي ډول کرېکټ کې له افغانانو سره همکاري لرو. یو شمېر افغان لوبغاړي د هند په کورني لیګ یا آی.پي.اېل کې لوبيږي او همداراز په هند کې هغوی په خپل نوم د ګریټر نویدا لوبغالی هم لري. دا ټول هغه څه دي چې موږ یې د تعامل لپاره مهم بولو.»

څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د جنورۍ پر ۸ نېټه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي د هند بهرنیو چارو له مرستیال وېکرم میسري سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او ښوونیزو همکاریو خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د سیمه ییز اتصال او له هند سره د تاریخي اړیکو پر بنسټ د کابل او نوي ډهلي ترمنځ مثبت تعامل مهم دی.

د دوي په خبره، د سرپرست حکومت د متوازن سیاست تګلاره کولی شي په سیمه کې د تعامل لپاره د یو شمېر هېوادونو لېوالتیا نوره هم زیاته کړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « د هندوستان حکومت په دې وروستیو کې د بشردوستانه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې همکاري کړې. همدارنګه د چابهار بندر له لارې د اړیکو پراخول چې د افغانستان او هند ترمنځ د مخامخ تجارتي اړیکو زمینه برابروي، د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو بل ګام دی. هند تل له افغانستان سره په لویه کچه مرستې کړې، سترې ټولګټې پروژې یې تطبیق کړې دي. د افغانستان خلک د هند د دې مرستو قدرداني کوي؛ په اوسنیو شرایطو کې د اړیکو پراختیا نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو سبب کېږي بلکې په سیمه او ګاونډ کې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل هم کېږي.»

بله خوا، د اقتصادي چارو شنونکي بیا د کابل او نوي ډهلي ترمنځ  د اقتصادي اړیکو پیاوړي کول مهم ګڼي او پر یو شمېر اقتصادي، تعلیمي او بنسټیزو برخو کې د دې هېواد مرستې ستايي. 

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « تر ټولو مهم د چابهار بندر دی چې له لارې یې زموږ تاجران کولی شي له جنوبي آسیا سره وصل شي. د هند مارکېټ د افغان تجارانو او دغه راز د افغان غالیو، وچې مېوې او نورو برخو لپاره ښه مارکېټ دی. افغانستان به وکولی شي له چابهار بندر نړۍ ته خپل توکي صادر کړي.»

هند د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر بشري او روغتیايي مرستې کړې او دغه راز يې د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ پر زياتېدو هم ټېنګار کړی.

 اوس به وليدل شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعاملاتو نوی پرانیستل شوی باب به د ډېپلوماټيکو اړيکو تر کومې کچې ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist