Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د پاکستان او ازبېکستان چارواکو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې

 د پاکستان او ازبېکستان چارواکو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/19

د افغانستان لپاره د ازبېکستان ځانګړي استازي په تاشکند کې د پاکستان له سفیر سره کتلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د دواړو هېوادونو د اړوندو همکاریو په اړه یې خبرې کړې.  

د ازبېکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړه لورو د سیمې د امنیتي مسایلو او په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت په اړه بحثونه کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان لپاره د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په ازبېکستان کې د پاکستان له سفیر احمد فاروق سره په افغانستان کې د امنیت په برخه کې په پرمختګونو، سیمه ییزو امنیتي مسایلو، افغان ټرانس رېل پټلۍ چې یوه اقتصادي لار بلل کېږي، خبرې کړې دي.»

د اسلامي امارت چارواکي سرپرست حکومت د ازبېکستان په شمول د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا او پیاوړتيا ته ژمن بولي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « ازبېکستان د افغانستان یو مهم ګاونډی هېواد دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ګڼ مشترکات موجود دي. دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي او نورو بېلابېلو برخو کې اړیکې په ډېر ښه پړاو کې دي او لا پیاوړې کېږي. افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې ولري. موږ خپلو ګاونډیانو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان له خاورې به چاته تهدید متوجه نه شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې له سياسي  او اقتصادي انزوا د وتلو لپاره بايد اسلامي امارت د ازبېکستان په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښو اړیکو او مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « د اسلامي امارت د بهرنیو چارو پالیسي د ستایلو وړ ده. د ازبېکستان په ګډون باید ټولې نړۍ سره په اوسنیو شرایطو کې سیاستونه داسې تنظیم شي چې د دواړو خواوو خیر او ښېګڼه په کې خوندي وي.»

د سیاسي چارو کارپوه مرتضی مطهري وايي: « هرڅومره چې د ازبېکستان هېواد او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې تودې شي، د افغانستان خلک ترې هرکلی او ملاتړ کوي. موږ له ازبېکستان سره د لا پیاوړو اقتصادي اړیکو غوښتنه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې درېیوکالو راهیسې ازبېکستان، چین او متحده عربي اماراتو په رسمي ډول د اسلامي امارت سفیران منلي خو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یې ګامونه نه دي پورته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist