• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې د افغان کډوالو ملاتړ په موخه ۳۶ ميليونه يورو مرستې کړې

اروپايي ټولنې د افغان کډوالو ملاتړ په موخه ۳۶ ميليونه يورو مرستې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/19

سرله دې چې سلګونه زره افغانان د بېلابېلو دلایلو له امله په کور دننه بېځایه شوي، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو ګاونډیو، اروپايي او آسیايي هېوادونه ته هم میلیونه افغان وګړي کډه شوي او دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

تازه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې سازمان او اروپایي ټولنې ترمنځ د افغان کډوالو بنسټریزو ستونزو د حل په موخه هوکړه شوې چې له مخې به یې د ملګروملتونو د کډوالو چارو ستره کمیشنري (یو.اېن.اېچ سي.آر) ۳۶ میلیونه یورو د افغان کډوالو پر راټولولو او خپل هېواد ته په ستنولو ولګوي. 

د اروپايي ټولنې د اعلامیې یوه برخه: « د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې ترمنځ په افغانستان، پاکستان، ایران او نورو مرکزي او آسیایي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه، یوه نوې هوکړه لاسلیک شوه. په دغه هوکړه کې به ۳۶ میلیون یورو د افغان کډوالو ملاتړ په برخه کې لګوي.»

د اروپايي ټولنې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې نه یوازې طبیعي پېښې او جګړه د بې ځايه کېدو لاملونه بلل شوي، بلکې د ځينو نورو عواملو يادونه يې هم شوې چې له امله یې افغان وګړي کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د اعلامیې یوه برخه:« افغانستان کې ۳.۲ میلیونه تنه په کور دننه بې ځایه شوي او سلګونه زره نور بیا د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې، له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي. که څه هم جګړه  اوس د کډوالۍ او بې ځایه کېدو اصلي لامل نه دی، خو افغانستان له ستر بشري بحران سره مخ دی. طبیعي پېښې سبب شوې چې پر افغان ماشومانو د درنو کارونو کولو له امله  تاوتریخوالی زيات شي او له خپلو اساسي حقونو بې برخې کېدل هم د کډوالۍ لامل شوي دي.»

د بشرحقونو په برخه کې افغان فعالان بیا د اروپايي ټولنې د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ له نورو بنسټونو هم غواړي چې د افغان کډوال ملاتړ وکړي.

د کډوالو چارو شنونکی نظیر نظري وايي: « هغه هوکړه لیک چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ او اروپايي ټولنې ترمنځ لاسلیک شوی او په کې یو لړ مرستې په پام کې نیول شوې دي، دا ډېر نېک ګام دی او ډېر اغېز لری شي.»

د  سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي: « هغه کډوال چې له ایران او پاکستان را ایستل کېږي، باید د انتقال لپاره یې کار وشي ترڅو دوی په افغانستان کې مېشت شي او اروپايي هېوادونو ته له تګ ډډه وکړي. زه فکر نه کوم دا ۴۰ میلیونه ډالره ستونزه حل کړي.»

د کډوالو چارو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي: « د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د افغانستان اوسني وضعیت او موسمي شرایطو ته له کتو پرته، د افغان کډوالو په اخراج لاس پورې کړی، حال دا چې هغوی د ملګرو ملتونو له خوا مرستې او امتیازونه اخلي، خو بیا هم افغان مهاجران شړل کېږي او دا عادلانه عمل نه دی.»

د ملګرو ملتونو کډوالۍ چارو سترې کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې ترمنځ شوې هوکړه به په روان ۲۰۲۵  زېږدیز کال کې پیل او د ۲۰۲۷ زېږدیز کال تر ډسمبر پورې به ادامه ولري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ له شمېرو سره سم، اوس مهال ۲.۶میلیونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ګډوالۍ ژوند تېروي چې له ډلې یې ۲.۲ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې اوسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist