• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د اندېښنو تر رفع کېدو افغانستان کې ښکېلتیا ته ادامه ورکوو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د اندېښنو تر رفع کېدو افغانستان کې ښکېلتیا ته ادامه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/18

د پاکستاني چارواکو له لوري په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د پټنځايونو په اړه لګول شوي تورونه که څه هم د سرپرست حکومت له لوري رد او بې اساسه بلل شوي، خو دې چارې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کمرنګه کړې دي.

د پاکستاني چارواکو د دې ادعاوو په دوام، تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان ته د یوه ښه ګاونډي په سترګه ګوري او په خبره یې د خپلو اندېښنو د ځواب تر وخته به له دې هېواد سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت‌علي خان وايي: « لکه څنګه چې ما مخکې هم وویل، افغانستان د پاکستان مهم ګاونډی دی. موږ له دې هېواد سره اوږدې تاریخي اړیکې لرو او هڅه کوو چې دغه اړیکې هغه حد ته ورسوو، هغسې اړیکې چې باید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ موجودې وي. خو د ترهګرو د پټنځایونو مساله د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم د یوې ستونزې په توګه پاتې ده. موږ به له افغان چارواکو سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکو ترڅو زموږ دې اصلي اندېښنو ته رسېدنه وکړي.»

په پاکستان کې آزاد خبریال طاهر خان د اسلام اباد دغو تورونو ته په پام وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف له منځه وړلو او د دې موضوع د حل لپاره مذاکراتو ته اړتیا لیدل کيږي.

طاهر خان زیاتوي: « د دواړو هېوادونو په نظر کې یو ټکر دی او د ټکر حل مذاکرات او د یوبل نظر اورېدل وي. زما نظر دا دی چې دا موضوع دومره اسانه هم نه ده، بلکې پېچلې ده، خو د حل طرف ته یې حتمن ګامونه پورته کېدای شي. دواړه خواوې باید مذاکرات وکړي، ښايي د موضوع پېچلتیا له امله وخت واخلي، خو له دې پرته بله چاره نه شته.»

اسلامي امارت که څه هم تازه د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې په افغان خاوره کې هېڅ ډول وسلوالې ‌ډلې نه شته او اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي.

خو د پوځي چارو د شنونکو په باور، وسله والې ډلې د پاکستان خپل تولید دی او له دې بې بنسټه ادعاوو یې موخه د نړیوالو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پر اسلامي امارت فشار راوړل دي.

د پوځي  چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دوی خپله د داعش ډله جوړه کړې، له ډېورنډ فرضي کرښې يې اړوي را اړوي، مرکې ترې اخلي او ویډوګانې ترې ډکوي او یا یې نړۍ ته وړاندې کوي. پاکستان غواړي په دې سره افغانستان کې یوې بلې جګړې ته لاره هواره کړي او بیا د دې جګړې له آدرسه د نړیوالو ملاتړ خپل کړي او دغه راز د خپلو موخو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا له اسلامي امارته غواړي د دې ډول بې اساسه ادعاو پر وړاندې توند غبرګون وښي او دغه راز له ډېپلوماټيکو چينلونو پاکستان قانع کړي، ترڅو له ورته نورو تورنو لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « موږ ولې باید نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو ته دا زمینه برابره کړو چې هره ورځ پر موږ نیوکې او تورونه پورې کړي. د دې ډول نیوکو او تورونو پر وړاندې باید خپله امارت اسلامي ډېر جدي برخورد وکړي او دغو هېوادونو ته په قاطع ځواب ویلو سره د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. افغانستان باید د نړیوالو د لاس له آلې وژغورل شي.»

له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري ډول ایستل، د پاکستاني چارواکو له لوري پر کابل بې ځایه تورونه لګول او د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړو ډېرېدل هغه موارد دي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې یې تر بل هر وخت خرابه کړې دي؛ خو دا نه ده څرګنده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دغه ستونزې کله او په کوم بنسټ عادي حالت ته را وګرځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist