پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دې هېواد د روان چلن پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام تازه د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په دې تړاو اندېښنه ښودلې.
دې سازمان روان کال په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره له ویرې او اندېښنې سره مل کال بللی چې په وینا یې په دې موده کې د سلګونه کډوالو پر کورونو او مېشت ځایونو شپني عملیات ترسره شوې او له هغوی سره زور زیاتی شوی.
دغه راز یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغان کډوالو غیرقانوني نیونې ودروي او د دوی پر وړاندې روانه کړې پالیسي دې لغوه کړي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: « نوی کال په اسلام اباد کې د افغان کډوالو لپاره له وېرې او اندېښنو سره مل و. د دې هېواد پولیسو د سلګونه افغان کډوالو پرضد شپني عملیات پیل کړي او د زور زیاتي او ځورونو ترڅنګ یې بندیان کړي دی. د بښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې نیول شوي کډوال ژر تر ژره آزاد او د هغوی پر وړاندې روانه پالیسي لغوه کړي.»
یاد سازمان دغه راز ویلي، د پاکستان دغو اقداماتو هلته د کډوالو شته ستونزې لاپسې ډېرې کړې او د پاتې کېدو لپاره ترې د لازیاتو اسنادو غوښتل پر دوی فشار زیات کړی.
په پاکستان کې هم د افغان کډوالو د حقونو فعالان له افغان کډوالو سره د دې هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن د دوام خبر ورکوي او ترڅنک یې د دې وضعیت د بدلون غوښته لري.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مسوول ملک اول خان میاخیل وايي: « زیاتره افغان مهاجرین چې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پراته دي، پنجاب، لاهور، اسلام اباد او ګجران والا ته د کاروبار لپاره ځي. دوی د پي.او.آر کارټونه هم لري خو اوس نه شي کولی خپلو کارونو او تجارتونو ته ورشي. دوی هغه مهال نیول شوي چې خپلو کارونو ته ورغلي وو. همدارنګه له خیبرپښتونخوا هم افغانان پنجاب او سند ته نه شي ورتللی، ځکه وېرېږي چې وبه نیول شي.»
د کډوالو د حقونو فعالان د کډوالو مساله بشري بولي او له پاکستانه غواړي چې له دې موضوع سره باید سیاسي چلن ونه کړي.
دوی له افغان کډوالو سره چې ډېری یې د اوسېدو قانوني اسناد او یا د ملګرو ملتونو له لوري د اوسېدو لنډمهاله اسناد لري؛ ورته چلن له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بولي چې دوام یې د افغانستان او پاکستان اړیکې لاپسې خرابولی شي.
د کډوالو د حقونو چارو فعال عبدالرزاق عدیل وايي: « د پاکستان حکومت دغه ګامونه او له افغان مهاجرو سره ناوړه چلن نه یوازې د بشري حقونو نقض دی، بلکې د کډوالۍ له نړیوال کنوانسیون سره هم تضاد لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یې لا پېچلې کړې دي او د بې اعتمادۍ فضا لا پسې پراخوي.»
د ساسي چارو شنوونکی اخترمحمد راسخ وايي: « دوی دا پروګرامونه مطرح کړي چې له یوې خوا پر طالبانو فشارونه زیات کړي، ترڅو د دوی غوښتنې ومني؛ له بلې خوا پر نړیوالو فشار اچول، ترڅو دوی ته د مهاجرانو له آدرسه پیسې او مرستې ورکړي.»
د بښنې نړیوال سازمان داسې مهال په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان وضعیت په تړاو اندېښنه ښيي چې د کډوالو د نړیوال سازمان هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په وروستیو وختونو کې د کډوالو د ایستلو د بهیر له چټکتیا وروسته، له ایران او پاکستان نږدې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال په جبري ډول را ایستل شوي دي.