Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران او تاجکستان په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې هېوادونو پر ګټه بولي

ایران او تاجکستان په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې هېوادونو پر ګټه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/18

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد له ولسمشر سره پر دوه اړخېزو اړیکو سربېره، د افغانستان پر وضعیت او د سرحدونو د امنیت ساتنې په ګډون پر سیمه ییز تحولاتو خبرې کړې.

مسعود پزشکیان ویلي، افغانستان د ایران او تاجکستان په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی او دغه راز یې په افغانستان کې ثبات د دواړو هېوادونو پر ګټه ياد کړی.

د ایران  بهرنیو چارو وزارت ویلي: « د افغانستان اړوند پر مهمو مسایلو خبرې وشوې چې افغانستان زموږ په ګاونډ کې یو مهم هېواد دی. د دې هېواد وده او ټیکاو خپله ګټه بولو، موږ ته د پولو امنیت خورا مهم دی.»

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امام علي رحمان او مسعود پزشکیان له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر همکارۍ هم ټینګار کړی.

د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوهان د ایران او تاجکستان ولسمشرانو لیدنه د درې واړو هېوادونو  اړیکو پیاوړتیا لپاره مهمه بولي او ټینګار کوي چې افغانستان کې سوله، ثبات او ټیکاو د سیمې او نړۍ لپاره اغېزناک رول لرلی شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي: « لکه څرنګه چې ټولو ته ښکاره ده، د ایران اسلامي جمهوریت او تاجکستان لیدلوري او مناسبات د افغانستان له اوسني حاکمیت سره متفاوت دي، خو په دوشنبې کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په وروستۍ لیدنه کې، هغوی له افغانستان سره د اړیکو پر ټینګښت او ثبات ټینګارکړی. البته له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په ګډون د مختلفو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او مناسباتو ټینګښت کولی شي نه یوازې د خلکو ترمنځ اړیکې ښې کړي، بلکې سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګېدو سبب شي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « که زموږ ګاونډیان رایښتیا هم صادق وي، په خپلو خاورو کې جوړ کړي کمپونه او هغه کسان چې د دوی په مدیریت کې دي، باید افغانستان ته واستوي؛ ترڅو ملي ګټو ته په کتو، له یوبل سره کېني او ستونزې حل کړي. د سیاسي او اقتصادي ثبات لرونکی افغانستان کولی شي د نړۍ او په ځانګړې توګه  د سیمې په امنیت او اقتصاد کې ښه رول لوبولی شي. زه هیله لرم دوی اجازه ورکړي چې د افغانستان خلک له اوسني حاکمیت سره پر ګډه خپل برخلیک روښانه کړي، نه د هغو ناوړه پروګرامونو پر بنسټ چې د دوی له خوا ورکول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ایران ولسمشر په سیمه ییزو مسایلو کې له افغانستان سره د تعامل پر اړتيا د ټېنګار ترڅنګ، په افغانستان کې د شته ستونزو حل او د سولې او ثبات ټینګښت مهم بللی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist