Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: د افغانستان بشري ناورین کابو کولو کې د نړیوالو مرستې اړینې دي

متقي: د افغانستان بشري ناورین کابو کولو کې د نړیوالو مرستې اړینې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/16

 د بهرنيو چارو وزارت سرپرست تېرې څو لسيزې جګړې د افغانستان اقتصادي وضعيت ته زیان اړوونکې بللې دي او وايي، دا جګړې لامل شوې چې عام افغانان له سختو اقتصادي شرايطو سره مخ شي.

مولوي امیر خان متقي د سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډې ته ويلي، اوس‌ مهال افغانان کافي اقتصادي امکانات نه لري او له همدې امله د نړيوالو مرستو ته اړمن دي.

متقي زیاته کړې: « زموږ په هېواد کې څو لسیزې جګړه تېره شوې او له کبله یې اوښتي زیانونه دومره ستر او ژور دي چې د حکومت اوسني مالي امکانات یې د جبران لپاره کفایت نه کوي او په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا پر خپل ځای پاتې ده.»

متقي د جګړې پای ته رسېدو ته په کتو ټينګار کوي چې ټولې هڅې دې پر بيا رغونې متمرکزې شي. نوموړی د نړيوالو مرستو د وېش لپاره د يوه داسې مکانېزم د جوړېدو وړانديز کوي چې د خلکو لومړيتوبونه په کې په سمه توګه په پام کې نيول شوي وي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي: « د ټولو موسساتو امنیت ته ژمنتیا لرو، همدارنګه د همکارۍ په برخه کې، د شفافیت په برخه کې، له فساد د مخنیوي په برخه کې، د تګ راتګ او د سفر اسانتیاوو په برخه کې له تاسو سره همکار یو او ډاډ درکوو چې تاسو به په ډېر اطمینان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړئ. موږ تل د دې هڅه کړې او کوو یې چې په افغانستان کې داسې پروژې پلې شي چې ګټې یې اوږدمهاله وي او هېوادوال مو په کوردننه بسیا شي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د بشري مرستو پر څرنګوالي نیوکه کوي او وایي، تېرو درې نیمو کلونو کې بشري مرستې نه دي توانیدلې چې اقتصادي بحران راکم کړي، خو په خبره يې، په اوږد مهال کې اړتیا ده چې نړیوالې مرستې په اساسي پروژو او خلکو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ولګول شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « یو پانګوال که ملي وي یا بین المللي، باید تشویق او ملاتړ یې وشي او خوندیتوب ولري. که موږ د پانګوالو د هڅولو، ملاتړ او خوندیتوب لپاره پالیسي ونه لرو، هغوی به له ستونزو سره مخامخ کېږي.»

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ډلې يې ۱۴.۸ میلیونه له شديدې لوږې سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist