Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: پاکستاني پولیسو د قانوني اسناد لرونکو په ګډون سلګونه افغانان نیولي

شکېب: د پاکستان پولیس له نیول شویو افغانانو د خوشې کولو بدل کې بډې غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/16

په اسلام ‌اباد کې د اسلامي امارت چارسمبالي په دې هېواد کې په ځانګړې توګه پلازمېنه اسلام ‌اباد او پنجاب ايالت کې له افغان کډوالو سره د پوليسو ناوړه چلن پخلی کړی.

سردار احمد شکېب په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ له ځايي مسوولې سره ليدنه کې ويلي، پاکستاني پوليس د افغانانو پر کورونو په چاپو وهلو سربېره، کډوال نيسي او د پیسو په بدل کې يې بېرته خوشې کوي.

د شکېب په خبره، په نيول شویو کسانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه افغانان هم شامل دي چې وېزې او يا په پاکستان کې د اوسېدلو نور قانوني اسناد لري.

شکېب زیاته کړې:« پولیس د افغان کډوالو د کورونو تلاشي کولو سربېره د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه افغان اتباع چې ویزې او قانوني اسناد هم لري، نیسي او په ځینو مواردو کې ترې د بډو او ډېرو پیسو غوښتنه کوي.»

په ورته مهال، د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) استازې فیلیپا ګراندلر ويلي، له افغان کډوالو سره د پوليسو چلن په اړه شکايتونه ورته رسېدلي او په خبره يې له پاکستاني چارواکو سره پر خبرو بوخته ده، ترڅود ياد چلن درېدل يقيني کړي.

بله خوا په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سرپرست حکومته او نړيوالو غواړي چې هلته يې پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي.

په پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « موږ له اسلامي امارته وړاندې هم غوښتنه کړې وه چې راشي، په اسلام اباد کې د پاکستان له حکومت او د ملګرو ملتونو له ادارو سره غونډې وکړي، ترڅو د افغان کډوالو د دې ستونزې لپاره یوه حل لاره پيدا شي. دلته د پاکستان په مختلفو ښارونو کې سلګونه زره افغان کډوال کاروبارونه لري.»

د دې تر څنګ، د کډوالو حقونو مدافعان وايي، دا چې پاکستان له سختو سیاسي اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ دی، نو زور يې له افغان کډوالو باسي.

 دوی له سرپرست حکومته او نړیوالو غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د کډوالو مدافع عبدالرازق عادل وايي: « له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج یو لوی لامل، له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو سرچینه اخلي. له بده مرغه دغه اندېښنې په ګڼو مواردو کې په نژادي او قومي تبعیض پای ته رسېږي او افغانان تر هدف لاندې نیسي.»

دا په داسی حال کې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو د یوي اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له بندخونو۱۴ تنه افغان بندیان چې قانوني اسناد يي نه درلودل، آزاد او خپل هېواد ته راستانه شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist