Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان: د انټرنېټي او غږیزو کڅوړو بیې نه دي ټیټې شوې

کابل ښاریان: د انټرنېټي او غږیزو کڅوړو بیې نه دي ټیټې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/15

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت يوه نيمه مياشت وړاندې پرېکړه وکړه چې د ټولو مخابراتي شبکو ترمنځ د غږيزو اړيکو د يوې دقيقې بيه ۱.۳۴ افغانیو او د يو جي.بي انټرنېټ بيه ۹۵ افغانيو ته راټيټه شوې او ډاډ يې ورکړ چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به د تطبيق وړ وي.

خو اوس د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت دغه پرېکړه نه ده عملي کړې او مخابراتي شرکتونه لاهم پر خپل زړه د غږيزو او انټرنېټي کڅوړو بيې ټاکي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی محمد صفي وايي: « تر اوسه خو موږ کوم بدلون نه دی لیدلی، مطلب دا چې بیې ټیټې شوې یا لوړې شوې وي. نرخونه هماغه دي او ټولې داخلي شبکې ډېر انټرنېټ مصرفوي. کله چې څو جي.بي انټرنېټ فعال کړې او یو څو دقیقې ترې ګټه واخلې، وینې چې ډېر انټرنېټ مصرف شوی وي. زموږ غوښتنه دا ده چې بیې ټیټې او کیفیت لوړ شي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عثمان ساپی وايي: « زه له اتصالات سیمکارټ ګټه اخلم، خو چې پیسې ور واچوم ۱۰ یا ۱۵افغانۍ رانه تاو کړي. کله چې شبکې ته زنګ ووهم او شکایت وکړم، راته وايي په دې باندې خدمات فعال شوي، حال دا چې ما نه وي فعال کړی.»

خو د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، پرخپلې کړې پرېکړې ولاړ دي او له تطبيق وړاندې يې مخابراتي شرکتونو ته په ټيټه بيه د کڅوړو وړاندې کولو لپاره يوه مياشت مهلت ورکړی و.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي: « مخابراتي شبکو ته ځانګړی وخت ورکړل شو چې د یوې میاشتې په جریان کې خپل سیسټم ته نوې بیې وټاکي او بیا یې مشترکینو ته وړاندې کړي. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې دغه بیې په ټول افغانستان کې پلې شوې دي او هېڅ مخابراتي شبکه نه شي کولی له دې سرغړونه وکړي. مشترکین کولی شي د ستونزې لرو په صورت کې ستاسو له آدرسه او مخامخ د مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته مراجعه وکړي.»

الکوزی د غږيزو او نټرنېټي کڅوړو د بيو ټيټوالي ترڅنګ د کيفيت لوړوالی هم تایيدوي او وايي، د مخابراتي شرکتونو ترمنځ د سالم رقابت په پایله کې ښايي د يادو کڅوړو بيې له دې هم راټيټې شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ  وزارت ویاند زیاتوي: « د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې تر اوسه کوم طرزالعمل مخابراتي شبکو ته ورکړی او نوي قېمتونه یې اعلان کړي، ټول په خپل وخت سره عملي شوي؛ که دا د سیمکارټونو موضوع ده یا هم د قېمتونو موضوع. اوس هېڅ مخابراتي شبکه نه شي کولی له دې سرغړونه وکړي. که چېرې په دې برخه کې ستونزې راشي، له دوی سره قانوني چلن کېږي او د مخابراتو وزارت ورسره مخامخ خبرې کوي.» 

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالوماتو له مخې، دا مهال د ټول هېواد پر کچه په هغو سيمو کې چې مخابراتي خدمتونه په کې نه شته او يا هم کمزوري دي، د۵۵۰ نویو مخابراتي سایټونو پر فعالولو کار پيل شوی چې له ډلې يې ۵۴ هغه په ۱۴ ولایتونو فعال او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist