Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګرۍ وزارت: ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان واردات ۳۸ سلنه زیات شوي

سوداګرۍ وزارت: ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان واردات ۳۸ سلنه زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/14

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې افغانستان له ۱۲ میلیارد ډالر زیات صادرات او واردات ترسره کړي.

د دې وزارت د ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، د دغو صادراتو او وارداتو له ډلې یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یې صادرات شوي او ۱۰میلیارده ۶۱۹ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات شوې دي.

د نوموړي په خبره، په تېر زېږدیز کال کې د وړم کال پرتله ۴ سلنه صادرات کم شوي او برعکس وارداتو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی.

جواد زیاتوي، ۲۰۲۴ کال چین او پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي، خو هند او ترکیې ته زیات شوې دي.

جواد همداراز زیاتوي، ایران، قراقستان، ازبېکستان او متحده عربي امارتو ته هم د افغانستان صادرات زیات شوې دي.

هغه په دې اړه وايي: « په ۲۰۲۴ کال د افغانستان ټوله سوداګري ۱۲ میلیارده ۴۲۲ میلیونه امریکايي ډالره وه. په ۲۰۲۴ کال د افغانستان د صادراتو کچه د ۲۰۲۳ کال پرتله شاوخوا ۴ سلنه کمه شوې. روان کال زموږ صادرات د تېر کال پرتله پاکستان او چین ته کم شوي خو ترکیې او هند ته زیات شوي دي. تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانستان صادرات په دې کال کې څلورو ګاونډیو او عربي هېوادونو لکه ایران، قزاقستان، ازبېکستان او متحده عربي امارتو ته دوه چنده زیات شوې دي. په ترتیب سره ایران، متحده عربي امارت، پاکستان، چین او ترکمنستان هېوادونه د افغانستان د وارداتو په برخه کې برتر هېوادونه وو.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې د ټرانزیټ ښه کېدل د صادراتو په زیاتوالي او وراداتو په کموالي کې مهم ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې په وارداتي توکو تعرفه لوړه کړي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه په کور تولید شویو محصولاتو لپاره بازارموندنه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وايي: «  بې له شکه د وارداتو کمېدل او د صادراتو زیاتېدل د تجارت د ودې لپاره د هېوادونو یوه لویه موخه وي. دغه کار یو شمېر ګامونو او ستراتیژیو ته اړتیا لري؛ یعنې دا چې څنګه کولی شو خپل واردات مدیریت او صادرات زیات کړو. البته هرڅومره ډېر چې د پانګونې لپاره هڅې وشي او د حکومت له خوا له کورني تولید او پانګونې ملاتړ وشي، همدارنګه د تولیدي توکو کیفیت، بسته بندۍ، برانډېنګ او بازار موندنې ته پاملرنه وشي، د صادراتو کچه ورسره لوړېدای شي.»

ځینې نور بیا د صادراتو د کچې ټیټوالی په بانکي سیسټم کې د ستونزو موجودیت، د برېښنا کموالی، د ګمرکي تعرفو لوړوالی او ټرانزیټي ستونزې بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « د دې لپاره باید موږ پر هغو شاخصونو او برخو کار وکړو چې څنګه کولی شو په افغانستان کې پانګونه وکړو، خلک پانګونې ته تشویق کړو، امتیازونه ورکړو، امکانات ورته برابر کړو، ترڅو لږترلږه په دوو کالو کې د ۳۰ سلنې وارداتو مخه ونیسو. تر هغو چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ بیلانس جوړ نه شي، موږ په اقتصادي برخه کې وروسته پاتې کېږو او یو وارداتي هېواد به اوسو. په دې برخه کې د ځمکې مساله، د برېښنا ستونزه، معافیتونه او نور مسایل شامل دي.»

که څه هم د اسلامي امارت چارواکي په تېر زېږدیز کال کې له هېوادونو سره د راکړه ورکړې د زیاتوالي خبره کوي، خو افغان سوداګر او پانګوال بیا د سرپرست حکومت له چارواکو غوښته کوي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist