Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېګدلي: ایران له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې پراخوي

بېګدلي: ایران له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې پراخوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/14

په دې وروستیو کې د ایران له خوا د افغان کډوالو په را ایستلو او د هلمند سیند په اوبو کې د ایراني حکومت له خوا د حق آبې غوښتنو په اړه د افغان او ایراني چارواکو لیدنې ډېرې شوې دي.

د دغو لیدنو په دوام، تازه په کابل کې د ایران نوي سفیر علیرضا بېګدلي د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي سره تعرفي ناسته کړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

تکل زیاته کړه:« ښاغلي بېګدلي له سیاسي معین سره د  لیدنې مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې له ورور ګاونډي هېواد افغانستان سره به یې د هېواد سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لا پراخې شي او له شته فرصتونو یې د دوه اړخیزو اړیکو د پالنې په دوام او پراختیا ټینګار وکړ.»

تکل وايي، په دې ناسته کې د ایران مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم خبرې شوې او سیاسي معین په ایران کې د شته افغانانو د حقونو پر تامین او د کډوالۍ نړیوالو اصولو ته پر ژمنتیا باندې ټینګار کړی.

هغه زیاته کړې: « نوموړي همدا راز په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو خبرې وکړې او هیله یې څرگنده کړه چې ایران ته د افغانانو د تګ راتګ او هلته د مهاجرینو د ستونزو د حل په لړ کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.»

له دې سره، د سیاسي چارو شنونکي له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې مهمې بولي خو ټینګار کوي چې دغو اړیکو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « له ګاونډي هېواد ایران سره ډېپلوماټیکي، سیاسي، تاریخي او فرهنګي اړیکې چې له پخوا هم موږ درلودلې، د دغو اړیکو درلودل او پراخول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي، خو په دې شرط چې د دواړو هېوادونو د ملي ګټو پر بنسټ قناعت حاصل شي. په دې تړاو باید یوه برنامه یا مکانیزم موجود وي.»

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « د اړیکو د لا پراختیا لپاره باید سیاسي اعتماد، د کډوالو مسایل او دغه راز د چابهار بندر فعالول او ځینې نور هغه ګامونه چې اړین دي، باید واخیستل شي.»

همدارنګه، شنونکي له سرپرست حکومته غواړي چې له ایراني چارواکو سره د هغو افغان کډوالو د خلاصون په اړه هم خبرې وکړي چې د دې هېواد په زندانونو کې بندیان دي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « باید ایران کې د افغان مهاجرینو او هغو بندیانو په اړه چې د دې هېواد په زندانونو کې بندیان دي او د اعدام حکم پرې شوی، که د دوی د ستونزو هوارولو لپاره ګامونه پورته شي، دا به له خیر خالي نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي او دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو د نیولو او راستنولو لړۍ لاهم روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist