د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له بیا ځل خرابېدو سره سم، پاکستان د تل په څېر د افغانستان خوږ ګوته ونیوه او په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په نیولو او ځورولو یې پیل وکړ.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقوقو فعالان وايي، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ لاهم روانه ده اوهغه کډوال هم نیسي چې قانوني اسناد له ځانه سره لري.
دوی زیاتوي چې تر اوسه پورې د پاکستان پولیسو له زرو زیات افغان کډوال نیولي دي.
د دوی په خبره، په دې تړاو یې له اړوندو پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې، خو څه مثبته پایله یې نه ده لرلې.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو فعال مجاهد ملک شینواری وايي: « په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو نیول اوس هم دوام لري. هغه کسان چې د مهاجرت کارټونه لري یا په ویزه او پاسپورټ راغلي، تر نیول کېدو وروسته تشخیص او تایید کېږي او بیا یې خوشې کوي او دا ورته وايي چې د جنورۍ تر ۱۵ نېټې به له اسلام آباد ځي. د افغان کډوالو استازو په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو له چیف کمېشنر او دغه راز سفیر صاحب سره هم کتلي، خو کوم باوري ځواب یې نه دی ترلاسه کړی. هغوی د خپلو هڅو خبره کوي، خو د کډوالو نیول ادامه لري او د جنورۍ ۱۵ نېټه یې وروستۍ نېټه ورته ټاکلې ده.»
د کډوالو مدافع عبدالرازق عادل وايي: « د افغان کډوالو موضوع د دې هېواد په داخلي سیاست کې حساسه موضوع ده. د پاکستان یو شمېر سیاسي او ملتپال ګوندونه په دې باور دي چې د افغان کډوالو اوږدمهاله حضور د سرچینو کمېدو او د شغلي فرصتونو په برخه کې د نابرابرۍ سبب شوي. همدارنګه په پاکستان کې د لوی شمېر افغان مهاجرینو شته والی پر اقتصادي زیربناوو او عامه خدماتو د فشار زیاتېدو سبب شوی.»
بل پلو، له پاکستانه تازه را ایستل شوي افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له ناسم چلن او ځورولو شکایت کوي.
عبدالحکیم خان چې له خپلې کورنۍ سره تازه له پاکستانه راغلی، د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن په اړه وايي، د کډوالۍ ټول اسناد او کارټونه ورسره و او په قانوني توګه یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه، خو د پاکستاني پولیسو له لوري وهل شوی او ټول اسناد ترې اخیستل شوې دي.
د عبدالحکیم خان په خبره، په نیمه شپه یې دې ته اړ کړل چې خپله کډه بار کړي خو بیاهم د پاکستاني پولیسو له لوري په لار کې وهل شوي او ځورول شوې دي.
عبدالحکیم خان په دې اړه وايي:« پاکستان له موږ سره ډېر سخت ظلمونه وکړل او تر دې حده یې وځورولو چې په نیمه شپه کې خپله کډه بار کړو. زه یې ووهلم، په لواړګي کې د ډیپورټ کولو پرمهال یې دومره ووهلم چې بستر شوم، له موږ سره یې ډېر زیات ناوړه چلن وکړ.»
یوبل راستون شوی کډوال وايي: « هلته مهاجرین نیول کېدل، تکلیفونه وو او زموږ کاروبار پر ټپه ودرېد. نو له همدې امله خپل وطن ته راغلو.»
تېرکال هم د ژمي په موسم کې د پاکستان له لوري د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو پر خلاف افغان کډوال په جبري توګه له دغه هېواده را وایستل شول چې هماغه مهال د اسلام اباد دغه اقدام له سختو نیوکو سره مخ شو.
اوس غوښتنه داده چې پاکستان باید د کډوالۍ نړیوال قوانین مراعات کړي او افغان کډوال پرېږدي چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.