Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمر لوګری: پاسپورټ ریاست کې د فساد په اړه هر ډول تورونه بې بنسټه دي

عمر لوګری: پاسپورټ ریاست کې د فساد په اړه هر ډول تورونه بې بنسټه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/12

له هغې وروسته چې په دې ورستيو کې یو شمېر رسنیو او خلکو دا اندېښنې راپورته کړې چې د پاسپورټونو د وېش په لړ کې پراخ فساد موجود دی او د دې رياست چارې شفافې نه دي، د پاسپورټ ریاست دغه اندېښنې رد او پروپاګند وګڼلې.

شمشاد ته د دې رياست وياند قاري عمر لوګری د فساد په اړه راپورته شوې اندېښنې او څرګندونې رد کړې او وايي، دا مهال د پاسپورټ وېش پروسه په پوره ډول شفافه ده او هېڅ ډول فساد په کې نه شته.

لوګری په دې اړه وايي: « دا او دې ته ورته پروپاګند چې رسنۍ یې خپروي چې ګواکي د پاسپورټ په ریاست کې فساد لا ادامه لري او کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخ دي، دا له حقایقو لرې دي او موږ یې په کلکه ردوو. د پاسپورټ ریاست چارې اوس د لمر په څېر روښانه دي او مراجعینو ته بېړني خدمات وړاندې کوي.» 

د پاسپورټ رياست وياند ډاډ ورکوي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې فساد وکړي.

د لوګري په وينا، دوی هڅه کوي کور په کور د پاسپورټ وېشلو لپاره په ټولو ولايتونو کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړي او په دې برخه کې د رياست له خوا اړين اقدامات ترسره شوي هم دي.

لوګری زیاتوي: « د نوم لیکنې له لارې په یوه اوونۍ کې د پاسپورټ وېشلو لړۍ روانه ده او دا مهال د پاسپورټ په وېش کې هېڅ ډول ستونزه نه شته.»

د پاسپورټ ځينې غوښتونکي د پاسپورت په ترلاسه کولو کې له رامنځته شویو اسانتیاوو خوښ دي او مراجعانو ته د وېش په پروسه کې د ورته نورو اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه هم کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی مجیب الرحمن وايي: « واقعا ً هغه سهولتونه چې د پاسپورټونو د ثبت، بایومټریک او وېش په برخو کې رامنځته شوي، زه او د کابل ټول ښاریان ترې خوښ یو. له دولت غوښتنه کوو چې له دې هم زیات سهولتونه خلکو ته رامنځته کړي، ترڅو په اسانه توګه وکولی شي خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.» 

دا په داسې حال کې ده چې د هنلي موسسې د تازه راپور پر بنسټ، د افغانستان پاسپورټ لاهم د نړیوالې درجه بندۍ په پای کې ځای لري او د دې پاسپورټ لرونکي کولی شي یوازې د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist