د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مخکېني سرپرست خليل الرحمن حقاني له شهادت شاوخوا یوه مياشت وروسته، د رياست الوزرا سياسي مرستيال د دې وزارت د نوي سرپرست په توګه وګومارل شو.
که څه هم د مولوي عبدالکبیر له ګومارل کېدو سره د يوه وزارت څوکۍ ډکه شوه، خو ها خوا د رياست الوزرا د سياسي مرستيال څوکۍ ورسره خالي شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د اسلامي امارت د رهبر له فرمان سره سم، د رئیس الوزرا مخکېنی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.»
مولوي عبدالکبير اصلا د پکتيکا ولایت دی، خو ۵۲ کاله وړاندې د بغلان؛ نهرين ولسوالۍ اړوند د ځدراڼو په تنګي کې زیږېدلی او د خپل مخکېني موقف پرمهال يې تل له هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتنه کړې.
د سیاسي چارو کارپوه ادريس محمدي ځاځی وايي: « د خپل دفتر یا کاري ماحول دروازې یې د عامو او تامو اشخاصو پر مخ باندې خلاصې وې. د هر چا فریاد، د هر چا غوښتنو او پوښتنو ته یې په هر وخت کې لبیک ویلو. تر نهايي حده پورې د سیاسي ذهنیتونو، سیاسي افکارو، سیاسي خوځښتونو او د سیاسي اجماع چې هغه د ملت او حکومت ترمنځ د جوړجاړي سبب کېږي، رغنده رول لوبولی و.»
مولوي عبدالکبير د دوحې په هغو مذاکراتو کې مهم رول درلود چې په پايله کې يې د اوسني حکومت او امريکا ترمنځ هوکړه لاسليک شوه.
هغه د اسلامي امارت په لومړي دور کې د ننګرهار والي او د ختیځ زون د تنظیمه چارو رییس و.
د سیاسي چارو کارپوهان غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې رياستالوزرا سياسي مرستيال په توګه وړ او مسلکي کس وګوماري.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « بناً په دې موقف کې د مولوي عبدالکبیر ګومارنه ډېره غوره ده. که چېرې یو بل کس یا نوې څېره تعیین شوې وای، شاید د ده زوی او بیا د دوی کورنۍ په دې باندې نا آرامه شوې وای، چون مولوي عبدالکبیر یوه مطرح او پېژندل شوې څېره ده، نو دا به ټولو ته د منلو وړ هم وي او اصول به هم مراعات شي، ځکه چې دا د امیرالمؤمنین د فرمان پر اساس ټاکل شوی، دا به قانوني بڼه هم ولري، نو ویلی شو چې دا ټاکنه ډېره پر ځای ده.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « لیدل کېږي چې د پخواني سرپرست خلیل الرحمان حقاني تر وژل کېدو وروسته، د ریاست الوزرا له سیاسي معاونیت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه د ښاغلي عبدالکبیر په ټاکنه غواړي خپل تک راهانه سلطه بیا تکرار کړي.»
د ۲۰۲۱زېږدیز کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، مولوي عبدالکبیر په لومړي سر کې د ملا محمد حسن اخوند اقتصادي مرستیال او بیا یې په سیاسي چارو کې مرستیال وټاکل شو.
هغه د ۱۴۰۲ کال د غویي پر ۲۷مه د ریاست الوزرا د کفیل په توګه هم دنده ترسره کړې.