Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: د افغان کډوالو ځورول د اسلام ‌اباد له خوا پر کابل د فشار راوړلوهڅه ده

بهرنیو چارو وزارت: د افغان کډوالو ځورول د اسلام ‌اباد له خوا پر کابل د فشار راوړلوهڅه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/09

د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ د سياسي اړيکو له ترينګلتيا ډېرېدو سره سم، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د امنیتي ځواکونو چلن منفي تغییر کړی او په ډول ډول ځورونو یې لاس پورې کړی.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين له کډوالو سره په سلوک کې دغه منفي بدلون پر کابل د فشار راوړلو وسيله او په پاکستان کې د مېشتو بېګناه افغانانو پر وړاندې ظلم بولي.

شېرمحمد عباس ستانکزي له شمشاد سره په مرکه کې له پاکستان غوښتي چې له کډوالو سره د خپل چلن پر اصولي کولو سربېره دې د ښه ګاونديتوب اصل ته ژمن پاتې شي.

بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی وايي: « دا خبره اوسنۍ نه ده، بلکې دا څو کاله کېږي چې دوی د فشار د یوې آلې په توګه زموږ پر مهاجرینو بریدونه کړي، حتی هغه مهاجرین چې کارتونه لري او دوی خپله ورته تمدید کړي او ورته وايي چې دلته اوسېدلی شی، خو اوس بیا پرې حملې کوي. په ټول پاکستان کې یې زموږ زرګونه کسان نیولي او بندي کړي. په تېر یوه کال کې تقریبا ً له ۸ تر ۹ سوه زرو افغانستان ته راستانه شوي، علت یې د دوی بده رویه وه.»  

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلن او جبري اخراج د اندېښنې وړ بللی او له پاکستانه يې په سملاسي توګه د يادې لړۍ د درولو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي: « په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او ستنولو راپورونه د اندېښنې وړ دي. زه یو ځل بیا د دوی خونديتوب او په زور نه ستنولو غوښتنه کوم؛ په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې په خطر کې دي. په سیمه کې مېشت افغانان د ښه چلن حق لري. زه له ټولو هېوادونو غواړم چې د کوربه هېوادونو لپاره د مالي ملاتړ او د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره، لارې چارې زیاتې کړي.»

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال مجاهد ملک وايي: « باید اسلامي امارت دا موضوع په بین الاقوامي سطحه راپورته کړي، ترڅو دنیا وال خبر شي چې په پنجاب کې له افغان مهاجرینو سره دغه شان غیر انساني سلوک کېږي.»

دغه راز، د کډوالو د حقونو مدافعان او د  سیاسي چارو شنونکي هم په اسلام اباد کې د افغانانو پر نیولو اندېښمن دي او وایي، د دوی وضعيت ته بايد بېړنۍ رسېدنه وشي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « همدارنګه بین المللي خبرې او له ډیپلوماټیکو هڅو څخه ملاتړ هم کولی شي افغان کډوالو ته د یوې مناسبې فضا رامنځته کولو سره کمک وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادريس محمدي ځاځی وايي: « دوی باید له دې ډول چلن څخه لاس واخلي، ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې زیانمنې نه شي.»

د بښنې نړیوال سازمان، د خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو اندېښنې څرګندې کړې او له اسلام‌ اباد یې غوښتي چې د دوی نیول او جبري اخراج ودروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist