Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان ناسته راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې جوړېږي

د اسلامي همکاریو سازمان ناسته راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/08

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې اسلام ‌اباد به راتلونکې اوونۍ د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې کوربه وي.

که څه هم د پاکستان حکومتي سرچينو ورځپاڼې ته د ناستې د اجنډا په اړه کره معلومات نه دي ورکړي، خو دا خبره یې ورته تایيد کړې چې په جريان کې به يې د غړيو هېوادونو استازي په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعيت او په ځانګړې توګه د نجونو پر زده ‌کړو يو لړ مهم بحثونه ولري.

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور یوه برخه کې راغلي: « په داسې حال کې چې د کنفرانس کره اجنډا لا نه ده معلومه او یا پټه ده، خو یو شمېر سرچینو ویلي چې یوه اصلي موخه يې د نجونو پر زده ‌کړو د محدوديت بیا کتنې لپاره د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار راوړل دي.»

خو ځيني کارپوهان د اسلامي همکاریو سازمان ناستې له دې کبله سمبولیکې بولي چې په خبره يې په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې يې د افغانستان پر وضعيت اغېز نه دی لرلی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی همت وايي: « موږ کومه عملي تمه ترې نه لرو، دا سازمان یوازې د بادارانو په خوښه خبرې کوي او عملي کوي. دوی اوس د افغانستان د نجونو د تعلیم خبره وړاندې کړې، دا خو ټول افغانان غواړي، زه د اسلامي امارت غړی یم، زه یې هم غواړم او وایم چې د اسلامي او افغاني کلتور تر چتر لاندې باید په همدې را روانه حمل میاشت کې مکتبونه خلاص شي. په دې کې د نړیوالو کار نه شته.»

رسمي سرچينو رسنیو ته په دې ناسته کې د شاوخوا۳۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون تایيد کړی، خو د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د استازي ګډون په اړه یې څه نه دي ويلي.

سرپرست حکومت هم د اسلامي همکاريو سازمان په راتلونکې ناسته کې د خپل ګډون په اړه واضېح څه نه دي ويلي، خو ځينې شنونکي د دې سازمان له ادرسه د نجونو د زده کړو په اړه د پورته کېدونکي غږ پر ملاتړ ټينګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی صدیق منصور انصاري وايي: « هغه غونډې چې د افغانستان د خلکو په خیر وي، د افغانستان ولس ته نېک زېري ولري، موږ یې تل ملاتړ کوو؛ مګر هغه غونډې چې د افغانستان د خلکو د تاریخي دښمنانو له لمنې یا تر لمنې لاندې ترسره کېږي، موږ هېڅکله د هغو ملاتړ نه کوو، نه یې پایلې ښې بولو او نه به ښې پایلې ولري.»

د اسلامي همکاریو سازمان په راتلونکې ناسته کې داسې مهال د نجونو پر زده ‌کړو د بحث اټکل کېږي چې سرپرست حکومت د نجونو زده کړې له شاوخوا درېيو کلونو راهيسې په نا څرګند امر ثاني پورې تړلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist