Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: پاکستاني پولیسو د قانوني اسناد لرونکو په ګډون سلګونه افغانان نیولي

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: پاکستاني پولیسو د قانوني اسناد لرونکو په ګډون سلګونه افغانان نیولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/08

په پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان کډوالو سره د دې هېواد د پولیسو او پوځیانو ناوړه چلن او په غیرې قانوني او جبري ډول د هغوی د بېرته راګرځولو هڅې زیاتې شوې او دغې موضوع ګڼې اندېښنې زېږولې دي.

په دې هېواد د افغانستان شارژدافیر وايي، په تېرو څو ورځو کې پاکستاني پولیسو په پلازمېنه اسلام اباد کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني اسناد هم له ځانه سره لري او یا هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره ثبت دي، نیولي او غواړي افغانستان ته یې په زور ستانه کړي.

د سردار احمد شکېب په خبره، په دغو کسانو کې ګڼ کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، له خپلو کورونو ایستل شوي او د اخراج لپاره پنډغالو ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان شارژدافیر سردار احمد شکېب زیاته کړې: « په اسلام اباد کې له څو ورځو راهیسې افغان اتباع، هغه که د مهاجرت کارت ولري یا په ویزه راغلي وي، یا ځینې داسې کسان دي چې اسنا نه لري خو د شارپ، یو اېن اېچ سي آر یا نورو نړیوالو ادارو له خوا ورته ټوکن یا کارت ورکړل شوی چې په هغه باندې هلته ژوند کوي، دغه کسان چې اوس یې شمېر له ۷ تر ۸ سوو پورې دی، نیول شوي دي. حتی ځینې داسې هم دي چې کورونه یې پلټل شوي او له کورونو را ایستل شوي دي.»    

د شکېب په خبره، په تېرو درېیو ورځو کې پاکستان ۱۳۷ هغه کډوال هم ایستلي چې د ویزو د تمدید لپاره یې غوښتنلیکونه مربوطه ادارو ته سپارلي وو خو د برخلیک له څرګندېدو وړاندې ډیپورټ شوي دي.

نوموړی وايي، په دې تړاو یې خپلې اندېښنې په رسمي ډول د پاکستان حکومت ترڅنګ په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له سترې کمېشنرۍ او د کډوالو د حقونو مدافع اړوند نړیوالو ادارو سره شریکې کړې دي.

سردار احمد شکېب ویلي: « که څه هم موږ دا موضوع په رسمي ډول د پاکستان له حکومت سره شریکه کړې او له هغوی مو غوښتنه کړې او دوی هم ژمنه راکړې چې دا موضوع به حل کوي، خو د دې ترڅنګ مو له نړیوالو ادارو لکه یو اېن اېچ سي آر، شارپ ادارې او افغان کډوالو د دفاع اړوند کمېشنرۍ سره هم شریکه کړې ده.»

بل پلو، له افغان کډوالو سره د پاکستان روان چلن په کور دننه او بهر له ګڼو تندو غبرګونونو سره مخ شوی.

افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت دغه ډول دریځ او موقف نیونه ناوړه چلن بللی او د ژر تر ژره درېدا غوښتنه یې کړې.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد ویلي: « زه له دې سره چې پاکستاني چارواکي باید له افغان کډوالو سره ناوړه چلن او د هغوی راګرځول ودروي؛ همغږی یم.»

بل پلو، د کډوالو د حقونو مدافعان په جبري ډول د کډوالو ډيپورټ کول او پر هغوی هر ډول فشارونه راوړل له ټولو انساني او اخلاقي اصولو سره په ټکر کې بولي او وايي، دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې اغېزمنوي.

دوی د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د کډوالو مسئلې د مدیریت لپاره داسې قانوني کړنلارې ترتیب کړي چې د دواړه لورو حقونو ته په کې درناوی شوی وي.

د کډوالو د حقونو فعال علي ‌رضا کریمي وايي: « له ایران او پاکستان څخه د سلګونه افغان کډوالو ډیپورټ په داسې بڼه چې کور په کور پلټنې پسې کېږي، د انساني او اخلاقي اصولو ښکاره نقض دی. دغه ګام نه یوازې پر کډوالو روحي، رواني او اقتصادي فشارونه زیاتوي، بلکې د هېوادونو پر اړیکو هم خورا بد اغېز لري.»

د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « په دې اړه برخه کې ډېره مهمه ده چې د پاکستان دولت د دې ستونزې د مدیریت او پاکستان مېشتو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره مناسبې لارې په پام کې ونیسي. دغه راز بشري حقونه او د کډوالو د اخراج لپاره قانوني محدودیتونه رعایت کړي.»   

دا داسې مهال ده چې د پاکستان حکومت له دې وړاندې افغان کډوالو ته د تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال د ډېسمبر تر ۲۵مې وخت ورکړی و او له هغې وروسته یې د هغوی د ایستلو پرېکړه تازه کړې وه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم مني چې له پاکستانه هره ورځ په خپله خوښه او جبري ډول تر دېرشو کورنۍ افغانستان ته ستنېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist