Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کمین زاده: افغانستان د حیواني دانې او چرګانو غوښې تولید کې پر ځان بسیا شوی

کمین زاده: افغانستان د حیواني دانې او چرګانو غوښې تولید کې پر ځان بسیا شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/07

د یکشنبې په ورځ (د مرغومي پر  ۱۶ مه) ناوخته کندهار کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د حیواني دانې د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه.

د کارخونې مسوولین وايي، په دې کارخونه کې به هر یو ساعت کې ۲۵ ټنه حیواني دانه تولیدېږي او د کندهار تر څنګ به نورو ولایتونو ته هم واستول شي.

د دوی په خبره، په یاده کارخونه کې د ۲۰۰ کارکوونکو له خوا د عصري ماشینونو په واسطه پنځه ډوله حیواني دانه تولیدېږي.

د کارخونې مسوول محمد سلیم کریمي وايي: « له دې وړاندې حیواني دانه له پاکستان راتله او ډېر ټیټ کیفیت یې درلود چې له امله یې هېوادوالو ته زیان رسېده. موږ هڅه کوو حیواني دانه پر لوړ کیفیت تولید کړو، ترڅو موږ ته هم ګټه ورسېږي او هېوادوالو ته هم.»

د کارخونې د خرڅلاو مدیر سلطان احمد انصاري وايي: « په دې کارخونه کې پنځه ډول خوراکه تولیدوو چې په کې د کبانو دانه، د غواګانو خوراکه، د غوښنو چرګانو او د هګۍ اچوونکو چرګانو دانې شاملې دي.»

د دې تولیدي کارخونې پرانستغونډې ته خبرو کې د هېواد د کانونو او صنایعو خونې رییس شېربازر کمین زاده وویل، افغانستان د حیواني دانې او چرګ غوښې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شوی او په دې برخه کې د یو میلیارډ ډالرو وارېداتو مخه نیول شوې.

کمین زاده زیاته کړه، هڅه کېږي نور سکټورونه هم پر ځان بسیا شي.

کمین زاده په دې اړه وايي:« افغانستان په دې سکټور کې کاملا ً پر ځان بسیا شوی او له امله یې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت واردات کم شوي. د جمهوریت په وخت کې به موږ چرګان، د چرګانو دانه او هګۍ واردول، خو سږ کال به دغه واردات صفر ته ښکته شي. د دې مانا دا ده چې موږ به یو میلیارد ډالره په خپل داخلي مارکېټ او شرکتونو کې د چرګانو غوښه، دانه او هګۍ تولید ولرو.»

ورته مهال، د حیواني دانې د تولید په دې کارخونه کې پر کار بوخت کسان وايي، دا ډول پانګونې په هېواد کې د بیکارۍ کچې په کمولو کې ډېرې مهمې دي او بهر ته د ځوانانو د تګ مخنیوی کولی شي.

د کارخونې کارګر مطیع‌الله وايي: «داسې پانګونې په هېواد کې د ځوانانو لپاره ډېره ګټه لري، ځکه زموږ اکثریت ځوانان د کار لپاره بهر هېوادونو ته ځي. که زموږ ملي تجاران دغسې پانګونې وکړي، هم زموږ لپاره ویاړ دی او د هېواد اقتصاد به ورسره پرمختګ وکړي.»

د کارخونې یو تن بل کارګر محمد هاشم وايي: « که څوک خپل وطن کې کار ولري، پردي وطن کې څه کوي. خپل هېواد چې هر ډول وي، تر نورو هېوادونو ښه دی.»

کندهار کې د یادې کارخونې ترڅنګ د ۳۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د غوړیو د تولید یوه بله کارخونه هم پرانیستل شوه چې په کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist