Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو اداره: د دولتي ادارو د اړتيا وړ تخنیکي او مسلکي ظرفیتونه برابرولی شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو اداره: د دولتي ادارو د اړتيا وړ تخنیکي او مسلکي ظرفیتونه برابرولی شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/07

د تخنيکي او مسلکي زده ‌کړو اداره مسوولین وايي، په بېلابېلو برخو کې د مسلکي کسانو د روزلو وړتيا لري او کولی شي د کانونو کېندنې، کرنې مکانیزه کولو، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې مسلکي پرسونل وروزي.

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال غلام سعید احساس وايي: « د کانونو د استخراج او مدیریت په برخه کې د مسلکي روزنیزو پروګرامونو اړتیاوې معلومول، محترم وزارت د د کانونو په سکټور کې د اړینو مهارتونو لکه جیولوجي، د کانونو تخنیکي څارنې او د حفریاتو مدیریت په اړه همکاریي وکړي، ترڅو دغه ګډ هدف ترلاسه کړو، نو اړینه ده چې په اړه یې ادارې سره مالومات شریک کړي. د عملي روزنې لپاره د کار فرصتونو برابرول، محترم وزارت دې د کانونو په ساحو کې د زده کوونکو لپاره د عملي روزنې د فرصتونو په برابرولو کې راسره همکاري وکړي، ترڅو د هغوی د کانونو په مدیریت او خوندیتوب کې عملي تجربه ترلاسه کړي.»

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې چارواکي دلته د ځينو سکټوري وزارتونو له چارواکو سره يوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې.

په دې کنفرانس کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې استازي چمتووالی څرګند کړ چې په بېلابېلو برخو کې به د مسلکي کسانو په روزنه کې همکاري وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي: « موږ غواړو له تاسو سره په همکارۍ ګډه اکاډمي جوړه کړو. هر وخت چې تاسو غواړئ، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه چمتو ده چې له تاسو سره د مسلکي ډرېورانو په برخه کې ګډه اکاډمي جوړه کړو، موږ په دې برخه کې له تاسو سره همکاري کوو.»

د کانونو او صنایعو خونې ویاند عبدالمعید هاشمي وايي: « تازه ارقام دا دی چې د افغانستان خصوصي سکټور، یا د صنعت په برخه کې په ۱۳۷ سکټورونو کې پوره یا نیمه ځان بساینې ته رسېدلی. دا د دې وطن لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی.»

په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د افغانستان بانک او خصوصي بانکونو مسوولین هم ډاډ ورکوي چې په خپلو اړوند برخو کې به د مسلکي کسانو په روزلو کې همکاري وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت استازی ضیا الرحمان اریوبي وايي: « محصلینو او فارغانو ته سهولتونه برابر کړي، ترڅو په مالي او بانکي برخه کې د هغوی تجربه نوره هم زیاته شي.»

د افغانستان بانک استازی احسان ‌الله منصور وايي: « د کانونو او پټرولیم وزارت د ماهرو کارګرانو د استخدام په هکله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته رسمي مکتوب لېږلی، ترڅو د کان کېندنې په برخه کې ماهر کارګران وروزي. که چېرې یاده اداره په دې برخه کې ماهر کارګران وروزي، د کانونو او پټرولیم وزارت چمتو دی چې د کان کېدنې له شرکتونو سره په همغږۍ یادو فارغانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.»

په افغانستان  کې دا مهال ۳۸۵ د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنیزمرکزونه شته چې نږدې ۱۰۰ زره تنه زده ‌کوونکي لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist