د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د شولانې په نوم د هلکانو لېسې مسوولین وايي، له دولسم ټولګي یې ۱۳ دورې زده کوونکي فارغ کړې دي.
د دې لېسې د مسوولینو په خبره، له دومره ډېرو فراغتونو سره هم تدریسي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې په نامناسبه فضا کې زده کړې کوي.
د شولانې لېسې آمر واصل خان زهیر وايي: « زموږ تدریسي بهیر په آزاده فضا کې جریان لري او د باد او باران پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ یو. په باد او باران کې زموږ زده کړې نیمګړې وي او دغه راز په اوړي کې زموږ زده کوونکي لمر سوځوي او په ژمي کې یخني. دا ځمکه ډېره یخه ده، که څه هم سترنجۍ لرو خو دا کافي نه دي او زده کوونکي نه شي کولی پر ځمکه کېني او زده کړه وکړي.»
د لېسې یو تن ښوونکی مولوي فضل الله وايي: « آزاده فضا ده، تاسو یې خپله هم ګورئ. کوټې نه شته او دا خېمې هم په نشت حساب دي. دلته هېڅ سهولتونه نه شته، په ګرمۍ کې په لمر او په یخنۍ کې په سړو سوځو. له همدې امله زموږ زده کوونکي ګڼو ستونزو سره مخ دي.»
له ښوونکو سربېره د دې پخوانۍ لېسې زده کوونکي هم شکایت لري او وايي، د ودانۍ او انګړ دېوال نه شتون له امله نه شي کولی خپلې زده کړې په سمه توګه وکړي او له همدې کبله له سرپرست حکومت غواړي چې مناسبه ودانۍ ورته جوړه او درسي امکانات برابر کړي.
د شولانې لېسې زده کوونکی ابراهیم وايي: « له حکومتي چارواکو او موسسو غوښتنه کوو چې موږ ته یوه ودانۍ جوړه کړي ترڅو درسونه په سمه توګه ادامه ولري.»
د لېسې یو بل زده کوونکی حمزه وايي: «موږ له حکومت هیله لرو چې زموږ ښوونځي ته تعمیر او چاردېوالي جوړه کړي، ترڅو خپلې زده کړې په ښه توګه مخکې یوسو.»
د ننګرهار پوهنې ریاست مسوولین هم د ځینو ښوونځیو د ودانیو نه لرلو ستونزه مني خو وايي، توانېدلي چې په دې ولایت کې ۵۷ سلنه ښوونځیو ته سرپناوې او ودانۍ جوړې کړي.
دوی زیاتوي، پاتې ۴۳ سلنه ښوونځي لاهم سرپنا نه لري.
د دوی په خبره، د یوه منظم مکانېزم له لارې به د حکومت او مرستندویه موسسو پر مټ د هغو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي چې اوس مهال په کې زده کوونکي په سپين ډاګ زده کړې کوي.
د ننګرهار پوهنې ریاست د تضمین او کیفیت مرستیال اول ګل ابو ذاهد وايي: « زموږ ډېره هڅه دا ده چې یو انډولیز معارف رامنځته کړو. زیاتې برخې لرې پرتې سرحدي سیمې دي، ډونران او تمویل کوونکي او هغه کسان چې پخوا به یې د امنیت نه شتوالي له امله بهانې او پلمې کولې او سیمې ترې محرومې پاتې شوې، خو اوس پر همدغو محرومو سیمو تمرکز شوی او پاملرنه ورته کېږي او انشاء الله ودانۍ به هم ورته جوړېږي.»
په ننګرهار کې د ښوونځیو د سرپناه او انګړ یا احاطې دېوالونو له نه شتوالي سربېره، د درسي کتابونو کمښت هم هغه بله ستونزه ده چې د زده کوونکو درسي بهیر یې ټکنی کړی.