Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: ۲۸ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته ښارګوټي جوړېږي

حقاني: ۲۸ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته ښارګوټي جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/06

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو افغانانو ته د استوګنې لپاره د نمرو وېشلو لړۍ له زابل ولایت پیل شوې او یوازې په همدې ولایت کې به نږدې دوه نیم زره کورنیو ته د استوګنیزو کورونو جوړولو لپاره ځمکې ووېشل شي.

دوی زیاتوي، د استوګنځایونو دغه نمرې یوازې هغو راستنو شویو کورنيو ته وېشل کېږي چې له ګاونډیو هېوادونو په اجباري توګه را ایستل شوې وي.

 د دوی په خبره، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې راستنو شویو کورنيو لپاره  ۴۵ښارګوټي په پام کې نیول شوې چې د ځمکو د تصفیې او پلانونو چارې یې بشپړې شوې دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « په ۲۸ ولایتونو کې تر ۴۵ پورې د مهاجرینو ښارګوټي لرو. تر اوسه پورې د دې د تصفیې او تفصیلي پلانونو پروسه روانه وه او اوس یې له زابل ولایت څ عملا ً د توزېع پروسه شروع شوه. په دې ولایت کې به په ۲ زره ۴۰۰ کورنیو رهایشي نمرې توزېع شي. اوس مهال دغه نمرې یوازې هغو مهاجرینو ته ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په اجباري ډول را ایستل شوې او دا خبره هم تثبیت شي چې دوی په خپلو سیمو کې ځمکې او د اوسېدو لپاره کور نه لري.»

په همدې حال کې د کور او ښار جوړونې وزارت وايي، په ۹ ولایتونو کې د راستنو شویو کورنیو د استوګنې لپاره له ۲۸ زره جرېبو زیاته ځمکه په ګوته شوې او له یو لړ مقدماتي چارو وروسته به د وېش لپاره چمتو شي.

دغه وزارت په پام کې لري چې له کډوالۍ د راستنو شویو کورنيو د استوګنې لپاره نوره ځمکه هم ځانګړې کېږي او په دې اړه کارونه روان دي.

د کور او ښار جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي: « په نهو ولایتونو کې ۲۸ زره ۱۱۶ جرېبه نوره ځمکه هم د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په موخه تشخیص شوه. د دغو ځمکو له تشخیص وروسته سروې کېږي، ورپسې تفصیلي پلانونه جوړېږي او له هغه وروسته د وېش لپاره چمتو کېږي. د کور او ښار جوړولو وزارت له دې سربېره په نورو ولایتونو کې هم هڅې پیل کړې ترڅو له شته ښارګوټو سربېره، نوره ځمکه هم د ښارګوټو لپاره تشخیص او سروې کړي او له تفصیلي پلان جوړولو وروسته یې د وېش لپاره چمتو کړي.»

غزني، اورزګان، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشیر، فراه او بامیان هغه ولایتونه دي چې د کور او ښار جوړونې چارو وزارت په کې راستنو شویو لپاره ځمکه ځانګړې کړې ده.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې، په غزني کې ۵ زره ۸۸۰ جرېبه، اورزګان کې ۲ زره جرېبه، فراه کې ۵ زره۵۰۰ جرېبه، کندهار کې ۶ زره جرېبه، شبرغان کې ۵ زره جرېبه، سمنګانو کې ۱ زره۷۰۰ جرېبه، پنجشیر کې ۱۸۷ جرېبه او په بامیانو کې بیا ۷۰۸ جریبه ځمکه بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د استوګنځایونو جوړلو په موخه ځانګړې شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist