اسلامي امارت د خپل کار له پيل راهیسې د نړۍ د مختلفو هېوادوو، اشخاصو او ادارو له تندو نيوکو سره مخ دی او تر ډېره دا نيوکې د بشري حقونو په اړه د سرپرست حکومت پر پالیسيو متمرکزې دي.
تازه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې هم د نجونو او ښځو پر وړاندې د حکومت چلن توپيري بللی او ويلي يې دي چې سرپرست حکومت د دوی پر حقونو محدوديت جاري ساتلی.
امینې محمد زیاته کړې، د ښځو پر وړاندې دغو بنديزونو په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د ژوند کولو شرايط نور هم سخت کړي، خو ډاډ ورکوي چې له شريعت سره سم به د دوی د حقونو دفاع ته دوام ورکړي.
هغه په دې اړه وايي: « په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په دوامداره توګه تر بریدونو لاندې دي. سږني شا تګ دوی نورې هم له با وقاره ژونده بې برخې کړې؛ خو موږ نه تسلیمېږو، ځکه چې په اسلام کې د دوی د حقونو دفاع لپاره ژمنه ثابته ده.»
سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د دې چارواکي تازه څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه وايي، خو په دې برخه کې پر خپل هغه دريځ ټينګار کوي چې وړاندې يې روښانه کړی.
بله خوا له تعليم او تحصيل بې برخې کړای شوې نجونې له سرپرست حکومته غواړي چې د یوه شرعي حق په توګه دې د زده کړو دروازې د دوی پرمخ هم خلاصې کړي.
یوه زد کړیاله وايي: « له اوسني حکومت مې هیله دا ده چې د نجونو د ښوونځیو او ښځو د کار په باره کې ژر تر ژره یوه پرېکړه وکړي، ترڅو نجونې وکولی شي خپلې زده کړې وکړي او ښځې کارونو ته ستنې شي.»
د بشري حقونو فعاله مزلفه کاکړ وايي: « له اوسني حاکم نظام مو هیله دا ده چې نجونو ته د زده کړو، کاري فرصتونو او اساسي حقونو، هغه چې د اسلام په چوکاټ کې دي، ورته ورکړي.»
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د سرپرست حکومت له لوري د ښځو پر کار او زده کړو د محدویتونو لګول د دې لامل شوې چې نړیواله ټولنه ورسره رسمي تعامل ته را وړاندې نه شي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « مقایسوي ډول باندې له نړیوالو سره په افغانستان کې بیا د نجونو پر خلاف محدودیتونه زیات شوي. همدا سبب شول چې افغانستان تېر کال د مشروعیت پېژندنې څخه لرې وساتي او هغه بندیزونه او تحریمونه پر خپل ځای پاتې شي.»
موده وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې د عملیاتي او وکالت څانګې مدیرې ادم ووسورنو هم ویلي وو چې اوس مهال افغانستان کې له تعليم او تحصیل څخه ۱.۴ میلیونه نجونې بې برخې دي.