Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

کاناډا خپلو وګړو ته؛ افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/05

د کانادا حکومت په یوه اعلامیه کې له خپلو وګړو غوښتي چې د ځینو ملحوظاتو له کبله افغانستان ته له ورتګ ډډه وکړي.

اعلامیه کې د افغانستان امنیتي وضعیت، هلته د بریدونو احتمالي ګواښونه، خپلسرې نیونې او د بشري حقونو نقض هغه لوی لاملونه بلل شوي چې له کبله یې ښايی له ورتګ وروسته د دې هېواد د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ شي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « د بې ‌ثباته امنیتي وضعیت، ترهګریزو بریدونو، روانو وسله‌ والو جګړو، د یرغمل کېدو ګواښونو، خپلسرو نیونو او بندي‌کېدو، د جرمونو لوړې کچې موجودیت او په لوړه او پراخه کچه د بشري حقونو د نقض کېدو په څېر لاملونو له کبله افغانستان ته له ورتګ ډډه وکړئ.»

همدارنګه په اعلامیه کې د ناچاوده توکو موجودیت، په فزیکي ډول د پیسو لېږد، ځانګړي قوانین او فرهنګ، په موټر کې د سفر احتمالي ګواښونه، د ناروغیو سرایت، د پاکو او صحي خوړو او اوبو نه شتون او د طبیعي پېښو خطرونه هم د سفر د بندیز له نورو عواملو ګڼل شوي دي.

سرپرست حکومت د کاناډا ورته اندېښنې بېځایه ګڼي او وايي، دا وخت په افغانستان د ګڼو هېوادونو اتباع، ډېپلوماټان او سیلانیان حضور لري او امنیت یې هم په بشپړ ډول خوندي دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « له امنیتي پلوه په افغانستان کې د اندېښنې وړ کومه خبره نه شته. افغانستان اوس امن دی او ګڼ شمېر خارجي اتباع، موسسات، دیپلوتان او خارجي سیلانیان په افغانستان کې دي او د اسلامي امارت له لوري یې امنیت ته ځانګړې توجه شوې. په مجموع کې افغانستان اوس له ښه امنیت برخمن دی او په دې ارتباط تشویشونه بېځایه دي.»     

د سیاسي چارو شنونکي هم د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې بېځایه ګڼي او وایي، افغانستان تر بل هر وخت امن دی او د امنیت کچه یې ښايي د سیمې پر کچه بې ‌ساري وي.

دوی د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې په نړیوال سټېج او رسنیو کې د هغو ګاونډیو هېوادونو منفي تبلیغات ګڼي چې له لارې یې غواړي روان وضعیت د نړیوالو په اذهانو کې ناسم انځور کړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « زه باور لرم چې نن ورځ افغانستان له کاناډا هم ډېر امن دی. دا چې کاناډا خپل وګړي منع کوي چې افغانستان ته لاړ نه شي، دا یوازې سیاسي مسایل په پام کې نیسي، نه امنیتي.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر‌محمد راسخ وايي: « دا د افغانستان له جغرافیا، ولس او دولتونو سره د پاکستان دوه مخې لوبه ده. دوی په نړیوال بېس کې طالبان د ترهګرو پالوونکي، روزونکي او تمویلوونکي او د افغانستان جغرافیا د تروریزم لپاره آرام بستر بللی.»

د کاناډا حکومت داسې مهال افغانستان ته د کاناډايي وګړو ورتګ منع کړی چې له دې وړاندې او په ځانګړي ډول په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر نورو هېوادونو هم د ورته اعلامیو په خپرولو سره له خپلو اتباعو افغانستان ته د ورتګ له ګواښونو خبرداری ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist