• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هندي او ایراني چارواکو د افغانستان په سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

هندي او ایراني چارواکو د افغانستان په سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/04

د هند او ایران لوړ پوړو چارواکو په نوي ډهلي کې له سیمه ییزو مسایلو سربېره، د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي مسایلو هم بحت او خبرې کړې دي.

ټایمز آف انډیا هندي رسنۍ د راپور په خپرولو سره ویلي، د ایران او هند چارواکو په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو په اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو مسایلو او دغه راز مخابراتي پروژو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او د خبرو په دوام یې له افغانستان سره د سوداګرۍ په موخه پر چابهار بندر هم خبرې کړې دي.

د راپور یوه بر خه: « د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال پر مشرۍ یوه ایراني پلاوي په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان په وروستیو پرمختګونو، د غزې د شخړې د هواري، د کرنې د همکاریو او د ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.»

د اقتصادي چارو کارپوهان دا ډول لیدنې د درې واړه هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهمې بولي او وايي، چابهار بندر له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د نښلولو نقطه ده او دغه بندر د نورو ګاونډیو بندرونو پرتله د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ښه بدیل دی.

د اقتصادي چارو کارپوه  نور الله عزیز وايي: « هره هغه نوې لاره چې وکولی شي افغان تجاراتو ته د نړیوالو مارکېټونو لاسرسی اسانه کړي، د افغانستان پر سوداګرۍ مخامخ اغېز لري. چابهار لاره د پاکستان د ټولو لارو بدیل کېدلی شي؛ ځکه چې موږ له پاکستان سره په هره برخه کې کومې لارې لرو، هغه لارې د افغانستان د تولیداتو په وخت کې له ستونزو ډکې وي او په مختلفو بهانو تړل کېږي.»

له بلې خوا، یو شمېر نور کارپوهان د چابهار بندر اهمیت ته په پام، دغه آبي لاره د هېواد د سوداګریزې پراختیا لپاره مهمه لار ګڼي. 

د اقتصادي چارو کارپوه زلمی افغانیار وايي: « دا چې ایراني او هندوستاني چارواکي د چابهار د مدیریت په اړه خبرې کوي، دا یو مثبت ګام دی. د افغانستان سوداګرو له اوږدې مودې راهیسې په دې آزاد بندر کې پانګونه کړې او ترڅنګ یې افغانستان داسې هېواد دی چې جنوبي او منځنۍ آسیا سره نښلوي او دغه اړیکې کولی شي هغه ستونزې هوارې کړي چې افغانستان د سوداګرۍ له اړخه ورسره مخامخ دی. که موږ له یوې خوا له چابهار او بله خوا له واخان ګټه واخلو، د سیمې هېوادونه به وکولی شي خپل توکي په لږ وخت کې تر اروپا او امریکا پورې ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر په تهران کې د دې هېواد د بندرونو سترې شورا له رییس سره لیدلي.

 په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ټرانزیټ، د چابهار بندر له لارې د صدراتو او وارداتو، د سوداګرو د ستونزو په هواري او لېږد رالېږد کې د شته ستونزو هوارولو په اړه خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist