له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ته د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس د هېواد په پرمختګ کې د نجونو زده کړې مهمې ګڼي او له اسلامي امارت غواړي چې نجونو ته هم د هلکانو په څېر د زده کړو زمینه برابره کړي.
د دغې ټولنې رییس عظیم میدانوال وايي، له ښوونځيو لرې والي د نجونو پر روح او روان منفي اغېز کړی.
میدانوال په دې اړه وايي: « د هرې ورځې په تېرېدو وینو هغه نجونې چې له لوست محرومې دي، وضعیت یې خورا زیات خراب شوی. له اسلامي نظام زموږ غوښتنه همدا ده لکه څنګه چې قرآنکریم وايي، اقراء بااسم ربک… ولوله د خپل رب په نوم. موږ غوښتنه کوو چې د نوي ۱۴۰۴ تعلیمي کال لپاره زموږ د لوڼو او خویندو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.»
د شیبا په نوم یوه ښوونکې وايي: « زموږ زده کوونکې له شپږم ټولګي فارغې شوې او ډېرې ناهیلې او په ژړا کورونو ته لاړې. له دې امله موږ هم ډېرې خفه یو.»
د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس دغه راز وايي، اوس مهال په هېواد کې نږدې یو نیم مېلیون زده کوونکې نجونې په خصوصي لېسو، منځنیو او لومړنیو ښوونځیو کې پر زده کړو بوختې دي.
د میدانوال په خبره، دا مهال په ټول هېواد کې ۳۵۰۰ فعال خصوصي لېسې، منځني او لومړني ښوونځي شته.
زده کوونکې نجونې هم ورته غوښتنه لري او وايي، هیله ده راتلونکی ښوونیز کال له زده کړو پاتې نه شي.
شیبا حمیدزۍ د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پر مهال د شپږم ټولګي زده کوونکې وه، سره له دې چې پوهېږي له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي، خو بیا یې هم له زده کړو سره یې علاقه نه ده کمه شوې.
شیبا له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي.
زده کوونکې شیبا وايي: « له اسلامي امارت غواړم تر دوولسم پورې زموږ ښوونځي خلاص کړي. زه غواړم ډاکټره شم.»
د بي بي زینب په نوم بله زده کوونکې وايي: « له اسلامي امارت غواړم له اووم څخه تر دوولسم پورې مکتبونه خلاص کړي، ځکه سږ کال زموږ آخري کال دی او زه غواړم په راتلونکي کې ډاکټره شم.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم زده کړې د ټولو وګړو اساسي حق بولي او وایي، نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو هڅې روانې دي.
مجاهد زیاتوي: « ما وویل چې د امر ثاني مانا دا ده چې تر دویم امر پورې دې معطل وي. بله دا چې طبیعي ده د دې موضوع په تړاو غوښتنې او د نظر اختلاف شته. که څوک د افغانستان جامعه دقیقه مطالعه کړي، ورته څرګنده به شي چې په دې اړه د لیدلورو تفاوت شته او دغه تفاوت ته په کتو، له اختلافي ټکو ځان ساتل ضروري دي. بله خوا اړتیا هم شته او د درک وړ ده. ما یادونه وکړه چې دې ستونزې ته د حل لارې پيدا کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډي کارلو ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو او نجونو د زده کړو مساله یوازې کورنۍ مساله نه ده، ځکه چې افغانستان په دې برخه کې نړیوالې ژمنې لري.