د افغانستان پر خاوره د پاکستاني هوايي ځواکونو له تېري وروسته، پر فرضي کرښه تاوتریخوالی زیات شوی او هره ورځ د امنیتي پېښو کوربه وي.
چارواکي وايي، د جمعې پر شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ډبګي سیمه پاکستاني ځواکونو توغوندي توغولي چې د اسلامي امارت پوله ساتو له ځوابي بریدونو سره نښته رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي، یادې جګړې د سهار تر پنځو بجو دوام درلود، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ورکړل شوي.
د ملي دفاع وزارت مسوولینو په دې تړاو وضاحت ورکړ او شمشاد ته یې تایید کړه چې د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې جګړه د ډېورنډ فرضي کرښې له هاغاړې د مغرضو کړیو د مخنیوي په موخه رامنځته شوې وه.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په اړه وايي: « تېره شپه (د مرغومي پر ۱۳ مه) شاوخوا یوه نیمه بجه د خوست ولایت علي شېرو ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې بلې غاړې ته مېشتو شریرو عناصرو هڅه کوله چې د افغانستان خاورې ته د ناامنۍ لپاره داخل شي، خو د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.»
خو د خوست والي ویاند بیا مستغفر ګربز وایي، د پاکستاني پوځ له لوري د علي شېرو ولسوالۍ اړوند د فرضی کرښې دې غاړې درې کليو ایروکام، کاږه او ګړاب په هاوان مرمیو ویشتل شوې خو د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یې بېرته ځواب ورکړی.
ګربز په دې اړه وايي:« بېګا شپه ناوخته شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان پوځ له لوري د علي شېرو ولسوالۍ اړوند د فرضي کرښې دې غاړې درېیو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب ته د هاوانونو مرمۍ ویشتلې دي چې افغان لوري یې ځواب ویلی دی.»
د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان له لوري دغه ډول کړنې له شرقي او غربي هېوادونو سره د قرارداد او امتیاز اخیستلو په موخه دي او په مختلفو بهانو په افغانستان کې د جګړې پراخولو هڅه کوي.
د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « د افغانستان جغرافیا او د افغانانو په اړه د پاکستاني نظامیانو ستراتیژيک عمق دا دی چې افغانان د دوی غلامۍ ته سرټیټ کړي، افغانستان د دوی پنځمه صوبه اوسي او د افغانستان ټول معدنیات او داروندار د دوی له آدرس څخه له شرقي او غربي نړۍ سره د قرارداد له مخې دوی ته په امتیاز ورکړل شي. دوی دا جګړه د خپلو ګټو او د خپلې اقتصادي راتلونکې لپاره پيل کړې ده.»
ځینې نور بیا په دې اند دي چې د پاکستان له لوري دغه ډول دسیسې او پلانونه له ډېر پخوا راهیسې روانې دي او د مخنیوي لپاره یې د اسلامي امارت له لوري بنسټیز عمل ته اړتیا ده.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا بریدونه تازه نه دي بلکې د جمهوریت په وخت کې هم پر کونړ، پکتیا او ننګرهار باندې بریدونه کېدل. د پاکستان د دغو ناروا کړنو لپاره یو بنسټيز عمل په کار دی.»
د سیاسي چارو کارپوه شهسوار سنګروال وايي: « نړۍ ته هم په کار ده، که چېرې د پاکستان یا نورو هېوادونو له خوا دا ډول مسایل راپورته کېږي، باید فکر پرې وکړي او پاکستان ته ووايي چې ټولې تروریستي ډلې له نیمې پېړۍ راهیسې په پاکستان کې روزل شوې او روزل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۲۴ مه نېټه پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې پر عامو خلکو په دې بهانه هوایي بریدونه وکړل چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) پټنځایونه یې پر نښه کړي.
له دې برید درې ورځې وروسته د اسلامي امارت دفاع وزارت په ځواب کې د فرضي کرښې ها غاړې ته د هغو مغرضو کړیو مرکزونه پر نښه کړل چې په خبره یې افغانستان کې ترې بریدونه تنظیمېدل.