Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکايي چارواکي: په افغانستان کې د ځواکونو ساتل پیچلی او له ننګونو ډک کار و

امریکايي چارواکي: په افغانستان کې د ځواکونو ساتل پیچلی او له ننګونو ډک کار و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/04

د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو ترمنځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو مختلفو نظرونو، د دې هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په سیاسي لیدلوري کې اختلافونه زیات کړي.

واشګنټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا ملي امنیت مشاور جک سلیوان د نږدې همکارانو له قوله راپور ورکړی چې نوموړي له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو ایستلو پرېکړې له امله ولسمشر بایډن ته خپل  استعفی لیک هم سپارلی و.

په راپور کې راغلي، د ځواکونو ایستلو پرېکړې د بایډن ادارې د لوړپوړو چارواکو په ځانګړي ډول جک سلیوان او بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ترمنځ خپلمنځي اختلاف رامنځته کړ.

خو واشګنټن پوسټ ته د امریکا د ملي امنیت مشاور ویلي، له افغانستانه د ځواکونو وتلو واشګنټن ته دا فرصت برابر کړ چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین ښه پوځي ملاتړ وکړي. 

راپور زیاتوي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په افغانستان کې د شاوخوا ۲۵۰۰ تنو ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار درلود او جک سلیوان تر ډېره له دې پرېکړه سره موافقه لرله چې وروسته یې له بایډن سره د ژمنې له مخې تصمیم بدل شو.

د امریکا ملي امنیت مشاور جک سلیوان ویلي: «تاسې نشئ کولی د افغانستان په څېر جګړه پای ته ورسوئ ، پرته له دې چې پایلې یې پېچلې او ننګونکې وي ،ټاکنه دا وه چې یا لاړ شه یا د تل لپاره پاتې شه چې دا یو اسانه ټاکنه نه ده .»

دې راپور ته د امریکا د ملي امنیت مشاوریت او سپینې ماڼۍ چارواکو لا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د سیاسي چارو کارپوهان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وايي، امریکا د افغانستان جغرافیې او خلکو له تشخیص پرته د یوې وړې کتلې پر رایې او نظر خپل ځواکونه افغانستان ته واستول.

د دوی په خبره، امریکا د ځواکونو له ایستلو سره سم دا فکر درلود چې اسلامي امارت به د سیمې د تواصل ظرفیت ونه لري خو اوس مهال یې دغه وړاندوینه تر ډېره غلطه ثابته شوې ده.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « اصل کې امریکا چې په لومړي پړاو کې افغانستان ته راغله، دوی بې له محاسبې راغلي وو، د افغانستان په اړه یې دقیقه مطالعه نه لرله او تر ډېره یې د شمال پر ډلو اکتفا وکړه او دغه کار دوی ته ډېر تاوانونه ورسول. اوس چې دا خبرې کوي چې باید وتلی وای یا نه وای وتلي، په دې کې دوه موخې یا دوه تشویشونه یا هم دوه محاسبې چې دوی له ځانه سره کړې وي، هغه سمې نه دي وتلې. یو دا چې دوی فکر نه کاوه چې طالبان به دلته ډېر غښتلي شي او په خپلواکه توګه له چین، روسیې، ایران او د امریکا له نورو حریفانو سره اړیکې ټینګې کړي او دا حکومت به دقیقا ً اداره کړای شي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « هر هغه حضور چې بنیاد یې اشغال وي، یوه ورځ باید پای ته ورسېږي. دا چې امریکایان له افغانستانه ووتل په دې اړه یې د سیاستوالو ترمنځ اختلاف خپله دوی پورې اړه لري. که غواړي چې له افغانستان سره اړیکې ټینګې کړي، دا اړیکې باید د دواړو اړخونو د ملي ګټو ساتنې پر بنسټ وي، نه د دوی د نیمه کاره پروژو د پلي کولو پر بنسټ یا هم د افغانستان پر سرپرست حکومت د سیسټماټیکو فشارونو راوړلو له لارې.» 

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکايي چارواکو خپلمنځي اختلافونو په اړه څرګندونې داسې مهال رسنیزې شوي چې څو اوونۍ وړاندې د ګانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر همدې مسایلو د وضاحت لپاره وربللی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist