• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: واخان دهلېز د افغانستان تر واک لاندې او خوندي دی

مجاهد: واخان دهلېز د افغانستان تر واک لاندې او خوندي دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/02

د واخان دهلېز چې د چین او تاجیکستان هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو لاره ده، د اسلامي‌ امارت چارواکي یې د افغانستان لپاره ستراتیژیکه سیمه او د هېواد حیثیت ګڼي.

په دې وروستیو کې پر یو شمېر ټولنیزو رسنیو د واخان په اړه اوازې خپرې شوې چې ګوندې هلته یو شمېر پاکستاني پوځیان دېره شوې، هغه څه چې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا رد شول.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره په مرکه کې د واخان دهلېز د افغانستان لپاره مهم او حیاتي بولي او له دې لارې یې هېواد ته د پاکستاني پوځ د ننوتو ګنګوسې رد کړې.

مجاهد په دې اړه وايي:« واخان هم لکه نور افغانستان، د افغانستان خاوره ده بلکې دا یوه ډېره مهمه، ستراتیژيکه او تاریخي خاوره ده. موږ نه غواړو د اجتماعي رسنیو پر افواهاتو او پروپاګند بحث وکړو، خو لکه څرنګه چې مخکې ما وویل، د افغانستان ټوله جغرافیه تر کنټرول او محافظت لاندې ده او هېڅوک هم په بد نه شي ورکتلی.»

د سیاسي چارو شنونکي هم واخان لار د افغانستان لپاره حیاتي بولي او سرپرست حکومت او ملت یې پر ساتنه مکلف ګڼي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې هغو خلکو او کړیو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې د افغانستان خاوره باندې د تېري یا لاندې کولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د افغانستان دفاع وزارت دا مسوولیت لري چې د افغانستان په حدود اربعه کې خپلې سرحدي قواوې تقویه کړي او یوه خاصه قطعه په واخان کې توظیف کړي، ترڅو د دغو ټولو پروپاګندو او ګنګوسو مخنیوی وکړي. له بلې خوا، که چېرې پنجاب یا پاکستان د افغانستان پر وړاندې دغه یوه ناروا کړنه ترسره کړي، قاطع ځواب یې ورکړي.» 

پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: «واخان نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د سیمې لپاره هم یوه ستراتیژيکه نقطه ده او د افغانستان لپاره حیاتي حیثیت لري. بنا ً د دې ځای او ارضي تمامیت ساتنه او پالنه هم د دولت او هم د ملت دنده ده؛ خاوره د عزت او ناموس حیثیت لري. نو، پاکستان، چین او روسان نه شي کولی دغه ځای ونیسي، دا د پنجاب او آی.اېس.آی تبلیغات دي. دلته هېڅ خبره نه شته او نه د پاکستان پوځ راتللی شي. دوی په دې پوهېږي چې افغانان یو موټی خاوره چاته نه ورکوي او که چېرې داسې څه خبره شي، بیا له سره هم ورته تېرېږي.»

که څه هم تر دې وړاندې د یو شمېر ګاونډویو هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان له خوا په کراتو د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښ پېښدو اندېښنې شریکې شوې دي، خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت هرځل دغه ادعاوې رد کړې.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره، پاکستان هڅه کوي چې د خپل امنیت په ټینګولو کې د ناکامیو پړه پرافغانستان واچوي. مجاهد زیاتوي، د پاکستان امنیتي ستونزه د دوی کورنۍ مساله ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي
افغانستان

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل
افغانستان

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل
افغانستان

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist