Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د هوا سړېدل؛ کابل ښار کې د ښوروا پلورونکو کاروبار ښه شوی

 د هوا سړېدل؛ کابل ښار کې د ښوروا پلورونکو کاروبار ښه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/02

د ژمي په رارسېدو سره د نورو ښارونو په څېر هرکال کابل ښار کې هم د یخني ښوروا پلورونکو کاروبار ښه وي.  

د ژمي سهار، خلک د معمول په څېر ښار ته په خپلو ورځنیو چارو پسې ځي. شهاب الدین هم د نورو په څېر سهار شپږ بجې ښار ته ځي او یخني ښورا پلوري.

د نورو ورځو پرتله پرې ګڼه ګوڼه زیاته ده، ځکه هوا سړه ده او خلک د یخني ښوروا څښلو ته راغلي دي.

شهاب الدین چې له نږدې شپږو کلونو راهیسې چې یخني ښوروا پلوري، خوښ دی او وايي د ژمي په موسم کې یې کاروبار ښه وي او هره ورځ نږدې دوه دېګه د کورنيو چرګانو د غوښې یخني ښوروا پلوري.

شهاب الدین وايي: « یخني همدلته جوړوم او شکر دی خلک ډېر راځي، بیروبار دی. د یخني موادو کې د چرګ غوښه، شغلم، پیاز، نارنج، ګشنیز، تور مرچ، مالګه، زرد چوبه او یو شمېر نورې مسالې دي چې په دېګ کې یې اچوو.»

کمال خان کاکا چې له موسمي ناروغیو کړیږي وايي، یخني ښوروا ورته ګټه وره ده او د څښلو لپاره یې دلته راغلی.

هغه په دې اړه وايي: « یخني ښه ده، ځکه چې هوا خرابه ده او خلک پلاسټیکونه سوځوي او له امله یې زموږ په څېر خلکو سینې ته زیان رسېږي. له همدې امله یخني خورم ترڅو سینه مې خلاصه کړي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی ننګیالی وايي: « زه دلته راځم چې یخني وخورم. هوا یخه او ککړه ده او له امله یې ټوخېږم. هروخت دلته راځم او یخني خورم او بیا مې سینه نرمه وي.»

د کابل اوسېدونکی محمد قیام وايي: « وروره! هوا ډېره خرابه ده او په دې یخني څښلو سره سینه پاکه ساتل کېږي او روغتیا ته ګټه لري.»

یخني ښوروا له هغو خوړو ده چې د ژمي په موسم کې ترې زیاته ګټه اخیستل کېږي. له دې ښوروا هغه خلک زیاته ګټه اخلي چې په موسمي ناروغیو اخته وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist