له تېرو شاوخوا درېیو کالو راهیسې د افغانې ښځې او نجونې له ګڼو ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي او لاهم د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو دروازې د دوی پرمخ تړلې پاتې دي.
د سرپرست حکومت له ژمنو سره، نه یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د ښوونځیو بندې دروازې د نجونو پرمخ خلاصې نه شوې بلکې په دې وروستیو کې د دوی پر مخ د طبي موسسو دروازې هم وتړل شوې.
د طبي انسټیټیوټ محصله فاطمه وايي: « تېر ۲۰۲۴ کال کې د ښوونیزو مرکزونو، مکاتبو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ بندې وې. دغه کال زما لپاره ډېر په سختۍ تېر شو، ځکه زه په کور ناسته او له زده کړولرې وم. د ۲۰۲۵ کال لپاره مې هیله دا ده چې حکومت په یوه نوې تګلاره کار وکړي او د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.»
همدارنګه، په تېر کال کې په نا دولتي ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز هم پرځای پاتې شو او د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ اوونۍ کې سرپرست حکومت په نادولتي انجیوګانو او دفترونو کې د ښځو د کار بندیز په تړاو قاطع مکتوب صادر کړ.
په ټوله کې تېر کال د سرپرست حکومت له خوا د ښځو په اړه ۵ فرمانونه صادر شوې دي.