روسیه د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې په افغانستان کې واک ته د اسلامې امارت د بیا رسېدو وروسته یې له سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او په دې وروستیو کې یې د دغه هېواد د تروریستي ډلو له نوملړه د اسلامې امارت د نوم ایستلو لپاره یو لړ عملي ګامونه هم پورته کړې دي.
دې ملګرتیا ته په کتو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا په زیاتیدو اندېښمن دی او له دواړو لوریو يې د زغم او خبرو له لارې د ستونزو حل غوښتنه کړې.
د روسیي بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي:« مسکو د پاکستان او افغانستان په سرحد کې د ترینګلتیا په زیاتیدو اندېښمن دی. چېرته چې په ډزو کې نه یوازې پوځیان، بلکې ملکیان هم له منځه تللي دي. موږ پر دواړو ښکیلو غاړو غږ کوو چې له زغم کار واخلي او د اختلافاتو هوارولو په موخه رغنده ډیالوګ کې بوخت شي.»
د پاکستان او افغانستان تر منځ ترینګلتیا له هغې وروسته رامنځته شوه، چې تېره اوونۍ پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې څو ځایه هوايي بریدونه وکړل چې د سرپرست حکومت د شمېرو له مخې، له ۵۰ زیات عام وګړي په کې شهېدان شول.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکې وايي، پاکستانې چارواکو په وار وار د افغانستان له سرپرست حکومت سره متقابلو ژمنې کړې، خو خپلو ژمنو ته ژمن ته نه دي پاتې شوې.
دوی وايي، پاکستان نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د سیمې هېوادونو لپاره هم په ځينو موارد کې سرخوږی دی.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« روسیې ته به هم دا مالومه وي چې د پاکستان د ستراتیژي عمق د افغانستان جغرافیې د ناامنۍ او د تروریزم کړیو له ادرسه دا پاکستان وه چې افغانستان یې په دغه نېمه پېړۍ کې له ناخواله سره لاس او ګرېوان کړی او د تروریزم د شعار تر چتر لاندې افغانستان یې له دوو اشغال سره مخامخ کړ او په میلیونه افغانان په دغو جګړو او شغال کې شهیدان شول.»
ځینې نور بیا وايي، پاکستان په سيمهييزه ناامنۍ کې خپلې ګټي لټوي او له همدې کبله غوښتنه کوي چې نړیوال دې د سيمې هېوادونو د امنیت خونديتوب تضمينولو لپاره له پاکستان سره خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« لومړنۍ دوښمني له هغې خوا شروع شوه چې پاکستان د امریکا له ستیج تر ملګرو ملتونو پورې او د شانګهای په ناستو کې یې په وار وار یې دا خبره کړې چې تروریستان په افغانستان کې دي او د پاکستان پر وړاندې باندې وسله وال کېږي یا هلته ښوونیز او روزنیزه تربیه ورته ورکول کېږي. نو د دوښمنۍ پیل له هغې خوا شوی.»
د افغانستان ځواکونو د تېرې شنبې ورځې سهار وختي له فرضي کرښې ها غاړه لږ تر لږه په څلورو نکتو کې د څو ساعتونو لپاره پر پاکستاني ځواکونو او يو لړ هغو اهدافو د غچ اخيستنې په موخه بريدونه وکړل، چې د ملي دفاع وزارت په خبره افغانستان ته ترې ګواښ متوجه و.